د حج مسایل (۳۷مه برخه ) – طواف وداع

طواف وداع

د الله تعالی  جل جلاله شکر اداء کړی چې ستاسو حج يې مکمل (پوره) کړ، اوس د حج له عملونو څخه کوم پاتې نه دی، بس دومره عمل پاتې دی چې کله تاسو له مکه مکرمه څخه رخصتيږی نو يو د رخصتي طواف وکړئ، ديته طواف وداع ويل کيږي او دا له باندې څخه د راتلونکو حاجيانو لپاره واجب دی ([1]).

د همدغه طواف طريقه د عام نفلي طواف په څير دی، نه په دې کې اضطباع او رمل شته او نه له دې وروسته سعی شته ([2]).

د طواف وداع د وجوب شرطونه

د طواف وداع د وجوب شرطونه دا دي :

(۱) طواف وداع په هغو حاجيانو شته کوم چې له ميقات څخه د باندې اوسيږي، په اهل مکه، اهل حرم او د ميقات په اوسيدونکو باندې نشته.

(۲) په ټولو حاجيانو شته، هغه که قارن وي، که متمتع وي او که مفرد وي، يوازې په عمره کونکو باندې نشته.

(۳) په عاقل باندې شته، په ليوني باندې واجب نه دی.

(۴) په بالغ باندې واجب دی، په نابالغ باندې نشته.

(۵) په پاکه ښځه باندې شته، په حايضه او نفاسه باندې نشته، همدا رنګه په عمره کونکي او محصر باندې نه دی واجب ([3]).

د طواف وداع واجبات

(۱) که چيرته آفاقي کس له مکه مکرمه څخه ووځي او طواف ونکړي نو په هغه باندې واجب ده چې د طواف وداع په خاطر له احرام پرته را وګرځي.

(۲) په همدغه صورت کې که چيرته له خپل ميقات څخه تير شي نو د طواف وداع په خاطر را ګرځيدل پرې واجب دي، او که چيرته د حج يا عمره په خاطر د احرام له تړلو پرته له ميقات څخه تير شي نو دَم پرې واجبيږي.

(۳) که چيرته له ميقات څخه تير شو او را ونه ګرځيد نو دَم دې حرم ته وليږي، د طواف وداع د جبران په خاطر، وکيل دې د هغه له لوري ذبح کړي ([4]).

مسئله : که چيرته يو چا له طواف زيارت وروسته کوم نفلي طواف کړی وو او د طواف وداع له کولو پرته هغه له مکه مکرمه څخه رخصت شو نو هغه نفلي طواف يې د طواف وداع قايم مقام دی، بيا هم بهتره دا ده چې له تلو مخکې د وداع او رخصت په نيت مستقل جلا طواف وکړی شي ([5]).

د طواف وداع کولو په وخت کې په فطري ډول ستاسو خيال ته به دا خبره راشي چې بيت الله کومه چې د الله تعالی  جل جلاله د خاصو رحمتونو کور دی او د ټول عمر له ارزوګانو وروسته مو همدلته نصيب شوی اوس ترې رخصتيږو، اينده خدای خبر چې بيا به همدلته د راتلو زمينه مساعده کيږي او که نه، بس د همدغه زړه سوي او حسرت په حالت کې دې طواف وداع وکړی شي.

له طواف چې فارغ شی ښه زړه له اخلاصه د زمزم اوبه وڅښی، بيا ملتزم ته راشی، که چا ته د کوم تکليف رسول نه وو نو د وداع او رخصتي په نيت له هغه څخه غيږ تاو کړئ، په لپو لپو اوښکې توی کړئ او په چغو چغو وژاړئ، آه او زاری وکړئ، له خپل رب  جل جلاله څخه د حج قبليدو دعا وکړئ، مغفرت بخښنه وغواړئ، د الله تعالی  جل جلاله رضا وغواړئ، د خپل ځان لپاره، د خپل مور پلار لپاره، د استاذانو لپاره، د مشايخو لپاره، د مجاهدينو لپاره او د ټول اسلامي امت لپاره جلا جلا دعاګانې وغواړئ، د مسجد حرام او بيت الله شريف د آدابو او حقوقو په باره کې چې کومه کوتاهي شوې وي د هغې معافي وغواړئ، او په سنت طريقه له مسجد حرام څخه ووځئ ([6]).

([1]) مناسک ملا علي قاري، ص : ۱۹۰.

([2]) مناسک ملا علي قاري، ص : ۲۵۴.

([3]) ارشاد الساری، ص : ۱۶۸.

([4]) ارشاد الساري، ص : ۱۶۹، معراج الحجاج والمعتمرين، ص : ۲۱۸ – ۲۱۹.

([5]) مناسک ملا علي قاري، ص : ۲۵۲.

([6]) فتاوی تاتار خانيه، ج : ۲، ص : ۴۷۰، مناسک ملا علي قاري، ص : ۲۵۴ – ۲۵۵.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close