د حرمینو امامانو افغان اوربند وستایه او دعاوي یې ورته وکړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ۱)

۱۷ کاله وروسته د لومړي ځل لپاره د مکې مکرمې امام عبدالرحمان السدیس او د مدینې منورې امام عبدالله البعیجان په یوه مهال د افغانستان لپاره دعا وکړه.

د حرمینو امامانو د مسلمانانو تر منځ په نفاق او تفرقه اچونې ویناوې وکړې او د نړۍ مسلمانان یې اتفاق او اتحاد ته راوبلل.

سدیس وویل، د سعودي بادشاه شاه سلمان د افغان سولې په تړاو ښه نظر لري او په دې برخه کې یې ځانګړې پاملرنه شته.

هغه که څه هم په افغانستان کې د بهرنیانو جنګي حضور ته اشاره ونه کړه، خو د افغان ښکیلو غاړو تر منځ شوی  اوربند یې وستایه او ملاتړ یې ورڅخه وکړ، ترڅنګ یې ټینګار وکړ چې باید یاد اوربند نور هم وغځول شي.

د مسجد نبوي امام، شيخ دوکتور عبدالله بن عبدالرحمن البعيجان، بیا له افغان حکومت او وسله والو مخالفينو غوښتي چې د خپلو خلکو د وينې تويېدنې مخه ونيسي او خپلو منځو کې سوله وکړي، خو د امریکایانو په تړاو هغه هم چوپتیا ښوودلې.

هغه ویلي، ”مونږ دافغانانو تر منځ اوربند ستایو او دواړه خواوې هڅوو چې خپل منځ کې سره یو شي او یو بل ته عفوه وکړي.“

شیخ سدیس په سعودي کې د ولیعهد محمد بن سلمان د سیاستونو کلک پلوی دی او په وار وار یې د امریکا د احسانونو یادونه کړې.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د اسراییلو لخوا د بیت المقدس تر اشغال وروسته دواړو امامانو په خپلو خطبو کې د فلسطیني ولسونو په ننګه نه دعا کړې او نه یې هم د اسرایلو د کړنو پر ضد کومې وینا ته وخت ورکړی.

باید وویل شي چې سعودي څه موده وروسته د افغان معضلې په تړاو د علماؤ د یوه کنفرانس کوربه دی، چې به پکې د بهرنیانو او د هغوی د داخلي ملاتړ پرضد دطالبانو روانه جګړه د مذهبي پلوه و ارزول شي.

د یادولو ده، میاشت وړاندې په ملګرو ملتونو کې د سعودي سفیر واشنګټن پوسټ ته ویلي و هڅه کوي پر طالبانو مذهبي او ټولنیز فشار زیات او دا ډله له هره اړخه منزوي کړي.

نوموړي ویلي و چې قطر ته یې د اړیکو د ښه کولو په تړاو یو شرط دا هم ایښی چې د طالبانو دفتر به په خپل هیواد کې تړي .

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close