د حضرت موسی علیه السلام په قصه کې درسونه او سبقونه

لیکوال:  مولوي محمد عطاءالحق “الموسوي ”

نشر او ترتیب ” صفي الله “رائد”

پرلپسې څلورمه برخه،  پنځم درس.

دحق داعی بايد وارديدونکو شبهو ته ځواب ووايي او زيار وباسي چې د شبهاتو مورد ونګرځي .

  د دعوت دښمنان تل غواړي چې په داعی او د هغه په دعوت اعتراضونه او نيوکې وکړي تر څو د هغه د دعوت مخه ونيسي . تاسې وګورئ! په لومړي ځل چې حضرت موسی ؑ  فرعون ته دعوت ورکړ نو هغه د ده په شخصيت دوه نيوکې کړې، لومړی دا چې تا زموږ سړی وژلی . دوهم دا چې : تا زموږ په کور کې وخت تير کړی، موږ پالنه درکړې تا بيا هاغه څه وکړل چې ودې کړل؟. يعنی سړی دې وواژه .

وروسته به د دې شبهو څه ناڅه تفصيل او ځواب په او ولسم درس کې راشي. (ان شاءالله ).

زمونږ په فکر (والله اعلم) فرعون  غوښتل چې په دې شبهو سره د خلکو په وړاندې حضرت موسی ؑ  بې اعتباره کړي، د بنی اسرائيلو او فرعونیانو اعتبار پرې راکم کړي، د دعوت رنګ يې پيکه کړي، خلکو ته يې له يوې خوا مجرم او له بلې خوا يې سپک معرفي کړي .

خو موسی ؑ د فرعون دسيسه شنډه کړه، او په ډيره زړه پورې طريقه د هغه شبهاتو ته ځواب ووايه، د خپل ځان دفاع يې وکړه او خلکو ته يې اطمنان ورکړ . له دې پرته نورې شبهې يې هم د هغه په رسالت او دعوت واردې کړې خو موسی د ټولو ځواب ووايه او ورته ويې ويل :

﴿ يَا فِرْعَوْنُ إِنِّي رَسُولٌ مِنْ رَبِّ الْعَالَمِينَ، حَقِيقٌ عَلَى أَنْ لَا أَقُولَ عَلَى اللَّهِ إِلَّا الْحَقَّ قَدْ جِئْتُكُمْ بِبَيِّنَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ )  (الأعراف، ۱۲۸-۱۲۷).

ترجمه :  موسی ؑ  وويل : ای فرعونه! بې شکه زه د رب العلمين له لوري رسول يم . ټينګ او ثابت يم پر دې خبره چې نه به وايم پر الله مګر حق. (او دا هم حقه خبره چې) زه تاسې ته ستاسې د رب له لوري له معجزې سره راغلی يم .

د حق په داعی شبهات وارديدل څه نوې خبره نه ده بلکې له ډير وړاندې نه دا خبره را روانه ده چې د حق په داعی پسې خلک خبرې کوي، تورونه پرې لګوي، د بدنامولو هڅه یې کوي او بد ناموي يې . رسول ﷺ ته الله پاک ﷻ فرمايي چې : ته د کافرانو په ناوړه خبرو مه بې حوصلې کيږه ځکه له تا وړاندې هر پيغمبر ته دا ډول خبرې شوي دي . الله پاک ﷻ فرمايي :

﴿ مَا أَتَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ مِنْ رَسُولٍ إِلَّا قَالُوا سَاحِرٌ أَوْ مَجْنُونٌ، أَتَوَاصَوْا بِهِ بَلْ هُمْ قَوْمٌ طَاغُونَ )  (الذاريات، ۵۲، ۵۳.)

ترجمه :  له دوي وړاندې هېڅ قوم ته رسول ندی راغلی مګر هغوی ويلي چې : دا جادوګر يا ساحر دی. آيا هغوي په دې خبره يو بل ته وصيت کړی دی؟ (نه!) بلکې هغوی سر غړونکي خلک دي .

نو د حق هر داعی بايد په هغه باندې وارد شوي شبهات په ښه ډول ځواب کړي، د اعتراضاتو د رد پر مهال دې ځان په واک او کنترول کې ولري، احساساتي کيږي دې نه، له غصې، قهر او جذباتو دې کار نه اخلي په تدبر، حکمت، سړه سينه ، په مشفقانه او مربيانه ډول دې شبهات رد کړي .

که په قران او حديث کې دغو شبهاتو او د پيغمبرانو له لوري د هغوي ځوابونو ته فکر وکړو نو وبه وينو چې په هغو ځوابونو له ډير حکمت او ډير شفقت نه کار اخيستل شوی . موږ بايد هغه له مطالعې لاندې ونيسو او درس ترې واخلو .

يادونه :

ضروري ده چې د حق داعی د شبهاتو په ځوابولو کې خورا زيات احتياط وکړي ، له ډيرې بيړې او تليوار څخه دې کار نه اخلي ، ځکه ډير ځله د دعوت او د داعی دښمنان د شبهو له واردولو څخه بل کوم مقصد نه لري، بلکې يواځې دا کوښښ کوي چې د اعتراضاتو په واردولو سره داعي وغږوي ، له خولې يې خبرې راوباسي او د هغه د منشور ، کار هدف او … او … په اړه معلومات حاصل کړي او په مقابل کې يې هماغه ډول اقدام وکړي او هماغه شان پروګرام ونيسي . او يا بل کوم ناولی مقصد لري چې له دې لارې یې تر سره کول غواړي نو د شبهاتو په دفع کې دې له ډير احتياط څخه کار واخيستل شي .

هغه شبهات چې داعی ورسره مخ کيږي په درې ډوله دي .

لومړی : د داعی په اړه شبهات، د دعوت دښمنان غواړي چې داعی بدنام کړي ترڅو خلک په هغه بې اعتباره شي او خبره يې ونه مني .

لکه فرعون به ويل : دا موسی (ؑ) ليونی دی .

(قَالَ إِنَّ رَسُولَكُمُ الَّذِي أُرْسِلَ إِلَيْكُمْ لَمَجْنُونٌ) (الشعراء 27).

ژباړه : فرعون وويل : په رښتيا چې تاسې ته راليږل شوی استازی ليونی دی .

کله به يې ويل : دا ساحر دی .

(إِنَّ هَذَا لَسَاحِرٌ عَلِيمٌ) (الشعراء 34)

ژباړه : بې شکه دا سړی ډير پوه ساحر دی .

کله به ويل : دا د ساحرانو مشر دی .

(إِنَّهُ لَكَبِيرُكُمُ الَّذِي عَلَّمَكُمُ السِّحْرَ) (الشعراء 49).

ترجمه : (فرعون ساحرانو ته وويل) بې شکه دا ستاسو هغه لوی (ساحر) دی چې تاسې ته يې سحر در ښوولی.

کله به يې ويل : روانې خبرې نشي کولای . (وَلَا يَكَادُ يُبِينُ) (الزخف 52) ژباړه : او هم نږدې نه دی چې (خپل مطلب) ښه واضح کړي (او روانې خبرې وکړي ، ځکه ژبه يې نښلي)

کله به يې خلکو ته ويل چې : موسی ؑ غواړي چې تاسې له خپلې ځمکې نه وباسي . (يُرِيدُ أَنْ يُخْرِجَكُمْ مِنْ أَرْضِكُمْ بِسِحْرِهِ فَمَاذَا تَأْمُرُونَ) (الشعراء 35) ژباړه : (موسی) اراده لري چې پخپل سحر سره تاسې له خپلې ځمکې (وطن) نه وشړي .

او داسې نور .

دوهم : د دعوت په اړه، د دعوت دښمنان غواړي چې د داعی دعوت او موخې بدنامې کړې خلکو ته وايي چې : دا کار نوی کار دی، زموږ له طبيت، دود، کلتور او د پلار، نيکه او قوم له کړنلارې سره مخالف دی .

لکه فرعون يو وار خلکو ته ويل : ما پريږدئ چې دا موسی ووژنم ځکه زه ويريږم چې هغه به ستاسې دين بدل کړي، او يا به په ځمکه کې فساد خور کړي . الله ﷻ فرمايي :

﴿ وَقَالَ فِرْعَوْنُ ذَرُونِي أَقْتُلْ مُوسَى وَلْيَدْعُ رَبَّهُ إِنِّي أَخَافُ أَنْ يُبَدِّلَ دِينَكُمْ أَوْ أَنْ يُظْهِرَ فِي الْأَرْضِ الْفَسَادَ )  (الغافر 26).

ترجمه :   او فرعون وويل: ما پريږدئ چې موسی ؑ ووژنم ، هغه دې خپل رب را وبلې . زه ويريږم چې هغه به ستاسې دين بدل کړي او يا به په ځمکه کې فساد را پورته کړي .

په پورتنی آيت کې ګورو چې فرعون د موسی ؑ دعوت او د دين په لاره کې د هغه کړنو ته فساد وايي .

درېيم : د مدعويينو په اړه شبهات .

د دعوت دښمنان خلکو ته وايي چې : د داعی دا کړنې ستاسې د مصلحتونو خلاف دي، ستاسې ژوند به له خطر سره مخ شي، د  ده په ملګرتيا کې تاسې پرمختګ نشی کولای او داسې نور . ( )

  که په قرآني پيغمبري واقعاتو نظر واچوو نو وبه ګورو چې د وخت د هر پيغمبر په اړه داسې شبهات وارد شوي . موږ د بيلګې په توګه يواځې په موسیؑ  باندې واردې يوڅو شبهې ذکر کړې . نور پيغمبران خو پريږده که يوڅوک يواځې هغه شبهې راجمع کول وغواړي چې د دعوت د دښمنانو له لوري په حضرت محمدﷺ  واردې شوې نو کيدايشي ډير زيات وخت او ډير کار وغواړي، ځکه د قرآنکريم ډيری آيتونه د همدې ډول شبهاتو تذکره او د هغوي ځوابونه دي .

  دا ډول شبهات د عامو خلکو کار نه وی بلکې د دا ډول شبهاتو تر شا د حکومتونو او غټو خلکو لاس وي، لکه په قرآنکريم کې په هر پيغمبر باندې نږدې د هرې شبهې ويونکی مشران او سرداران ښوول شوي، لکه الله پاک ﷻ  بيا بيا فرمايي: ﴿قَالَ الْمَلَأُ ، قَالَ الْمَلَأُ… )

بلکې اوسني کفري او طاغوتي حکومتونه خو د داسې شبهو جوړولو او واردولو له پاره ځآنګړې ادارې لري، هغوي دا ډول شبهې جوړوي، رنګ ورکوي، زمزمه کوي يې، وړاندې وروسته کوي يې، د دې له پاره ډول ډول پروګروامونه او دسيسې جوړوي، تر څو دا شبهات د خلکو په اذهانو کې کښيني او په مقابل کې يې په اقدام لاس پورې کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close