د حقاني صاحب د کورنۍ د تعزیت پیغام

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱۳)

د ستر جهادي او علمي شخصیت او د دواړو جهادونو د لوی سالار د مړینې له کبله د هغه کورنۍ د تعزیت پیغام خپور کړی او د نوموړي د مسیر پلویانو او مینوالو ته یې تسلیت ویلی.

په دې پیغام کې د حقاني صاحب اتلولیو او د هغه لاسته راوړنو ته اشاره شوې او هغه د نړۍ د مسلمانانو سرپناه بلل شوی.
پیغام کې راغلي “نوموړی د شجاعت، زهد، تقوی، ایثار، سخاوت او په امتیازي اصطلاح (د مقاومت غر) یادېده چې الحمد لله په هیڅ وخت کې او په هیڅ نوع د زعامت د غوښتلو او د جاه او جلال په تهمت داغمن نه شو“

په یاد پیغام کې د حقاني صاحب د وینا نقل قول هم خپور شوی او ویل شوي!“ما ژوند چې له چا سره ربط او لرې یا نږدې راسره پاتې شوي دي، دبشري فطرت په مقتضی پخپلو ټولو کمزورتیاؤو اقرار کوم اولاً د رب الکائنات څخه او ثانیاً د مسلمان اولس د خاص او عام څخه د سهواً، قصداً ټولو خطاګانو بخښنه غواړم، ماته د رب ذوالجلال په لور د لوی سفر د کامیابۍ دعاوې کوئ زه درنه راضی یم الله جل جلاله دې درنه راضي شي“

دنوموړي د جنازې او فاتحې په تړاو د حقانی صاحب کورنۍ ویلي “موږ د مرحوم حقاني صاحب د کورنۍ اعضاء هر یو الحاج محمدابراهیم (حقاني)، الحاج خلیل الرحمن (حقاني)، الحاج خلیفه ملا سراج الدین (حقاني) په دې باور لرو چې متدین او د اسلام په رشته تړلۍ اولس په موجوده امنیتي حالاتو او مشکلاتو خبر دی او پوهیږي چې د شرایطو د نامساعدوالي له امله موږ اجتماعي جنازه، فاتحه او تعزیت نه شو اخیستلای، که شرائطو ایجابولای، ویاړلى اولس به موله دغې لويې او نیکې برخې نه وای محروم کړى.“

پیغام کې له خلکو غوښتل شوي، چې په خپلو مسجدونو، مدرسو او جهادی مرکزونو کې د قرآن کریم ختمونه وکړي، فاتحې اوتعزیتونه واخلي “ دا به مو د جناب مرحوم حقاني صاحب ( رحمه الله) سره نه هیریدونکى احسان وي“

د یادونې وړ ده چې جلال الدین حقاني د ورپیښې ناروغۍ له امله په حق رسیدلی او خپل ټول ژوند یې په جهاد او مبارزه کې تیر کړی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close