د حلب جنګ که د سوریی او ترکیی د تجزیی یو ­بل پړوا

 لیکوال:حسین احمد­

د ستر کوردستان د جوړیدو یوه بله خښته هم کیښودل شوه. ایران، روسیې او د اسد رژیم د حلب په قتل عام سره د مسلمانانو د عکس العمل او نه عکس العمل امتحان واخیست٬ اوس هغوی د پلان درېیمه برخه (د سوریی او ترکیی) ویشنه په آرام ډول سره عملی کولی شي.

روسیه او ایران د شاوخوا اسلامي ممالکو د ځپلو لپاره د آزاد کردستان په نامه د کمونست دولت د رامینځته کولو سل کلنه پروژه اخیرني او د کامیابۍ حد ته را رسولې.

 که ترکیه او نور اسلامي ممالک یې په جدي توګه مخه ونشي نیوی نو د ترکیې او سوریې د زوال سره یو ځای به د عراق او نورو عربي ممالکو زوال (کردستان) ډیر ژر د نړی د سیاسي او وحشي حکومت په توګه رامینځ ته شي.

 د ترکیی له داخلي کوردانو سره د ترکیې د مشرانو خصوصا اردغان اړیکې د کردستان د جوړیدو لامل وګرځیدې ٬د ترکیې مشرانو او اردغان د ترکیې کردان داسې یو حالت ته مجبور کړل چې د ترکیې د دولت په خلاف وسلوالې مبارزې ته لاس واچوي، هغوی د دې لپاره چې لا هم قوي شي د دنیا کردان(د ایران ،عراق٬ سوریې کردان) یې هم له ځان سره ونیول ،هغوی یې هم د آزاد کردستان د جوړولو لپاره وهڅول.

د آزاد کردستان را مینځته کول د ترکیې٬ سوریې او عراق د تجزیې په معنی ده، ایران او روسیې له دغې زرینې موقعې څخه په استفادې د ایران کردانو ته دا ومنله چې موږ به د ایران سرحدات د کردستان په نقشه کی داخل او کردانو ته به له ترکیې، سوریې او عراق څخه آزادی اخل.

د روسیې او ایران په مرسته د کردانو وسلواله ډله ( Pkk ) رامینځته شوه.« Pkk» لومړنی مشر یې یو بې دینه ملحد و، د ترکیې د دولت لخوا ونیول شو او زندان ته واچول شو٬ Pkk د ترکیې په خلاف خپلې وسلوالې مبارزې ته دوام ورکړ او لا هم د ترکیې په خلاف جنګیږي.

په حلب کې هم د روسیې او ایران متفق مثلث (د اسد رژیم  ٬شیعه ملیشی او د کردانو PKK) جنگیږي.

د روسیې او ایران د دغه مثلث له مینځه وړل په هغو اولو کلونو کی چې Pkkk نړیوال شهرت لا نه وه پیدا کړی، د ترکیې لپاره ډیر اسان ؛ ٬خو اوس ترکیه په ګوښي ځان نشي کولی چی د دغه خبیث مثلث ضلعې دې یو له بل جدا کړي.

 ترکیه اوس باید د نورو اسلامي ممالکو په مرسته د دوی دغه اتفاق له مینځه یوسي، که نه د ترکیې او سوریې له بربادۍ سره د نورو اسلامي ممالکو بربادي هم نښتې ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close