د حلب غمیزه اوخوبه ولي عربي شاهان

عطاءالله مبارز

له ۲۰۱۱م کال راهیسي سوریه داورپه لمبوکې سوځي، حلب ښار دسوریې د هغوښارونو په سرکې راځي چې رواني جګړی سخت ځپلي، حلب ښارد روسیې، امریکا اود سوریې ددولتي ځواکونو په هوایې بمباریو کې په مکمل ډول ویجاړشوی اوزرګونه اوسیدونکی یې شهیدان اوزخمیان شوي.

 یاد ښار له دوه زره یوولسم کال راهیسې د سوریې ددولتي قواو لخوا کلابند و، چې څو ورځې وړاندې په داسي حال کې سقوط شو چې د ښار څخه د دفاع کونکو په سلګونو مجاهدینو او اولسي وګړیو جسدونه په لارو اوکوڅوکې پراته و.

کوچنیانو ویریدلی یوخوا بل خوا منډی وهلی، نارینه و له علماءکرامو فتوی غوښته چې خپلی ښځی ووژنی ترڅو د شیعه جنګیالیو لاسونو ته ورنه شي اف الله نن د حلب په مظلوم ولس قیامت دی!.

په عیش عشرت روږدي عربي شاهانو څخه د اسلامي امت حال هیردی.

څوک په قطر کې ډانسونه کوي اوڅوک بیاپه اروپا کې دعیسایي او یهودی نجونو سره په خلوت افتخارکوی.

 افسوس ددوی په حال! که دوی همداسي ویده وو، لرې نه ده چې د حلب اورونه د ددوی ترماڼیو هم ورورسیږی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close