د حلب له ختیځه ۳۷ زره او ۵۰۰کسان وتلي دي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱) زرغون خوږیاڼی

ترکي رسنیو خبر ورکړی چې د حلب په ختیځ کې له کلابندو سیمو څخه ۳۷زره او ۵۰۰ کسان خوندي سیمو ته تللي دي او د لیږد پروسه دوام لري.

د ترکیې د خارجه چارو وزیر وویل، چې د حلب له کلابندو سیمو څخه ۳۷۵۰۰ تنه کسان ادلیب ښار او ځینې ټپيان یې ترکیې ته لیږدول شوي دي او د لیږد دالړۍ به په راتلونکو دوو ورځو کې بشپړه شي.

د نوموړي په وینا د په راتلونکو دوو ورځو کې به ټول ملکي وګړي او نقلابیان خوندي سیمو ته ولیږدول شي،« زموږ هدف دا دی چې پاتې ټول کسان هم په خوندي توګه ولیږدول شي.»

همدا راز تیره ورځ د ایران، روس او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو په ترکیه کې د سوریې د اوربند او سیاسي جوړ جاړي په اړه یوه بله غونډه وکړه، چې پکې د درې واړو هیوادونو ترمنځ د سوریې د کلابندو وګړو په وتلو پریکړه وشوه.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close