د حکومت جګړه او سوله.. دواړه د پردیو په واک کې

تبصره

هر هغه څوک چې واک اختيار یې د بل وي او د خپل هر څه واک یې پردیو ته ورکړي وي د کاميابۍ درشل ته نه شي رسيدلاى.

د کابل د موجوده حکومت، يا د دوو ډاکټرانو د حکومت، همدا حال دی.. نه یې جګړه خپله ده او نه یې سوله.. نه یې وينا په خپل واک کې ده او نه یې له حقيقته انکار په خپل واک کې دی. هر څه چې له دنګې او سپين رنګې ماڼۍ ورته وويل شي هغه تکراروي.

تر اندونیزيا او سعودي عربستان وروسته، اوس د کابل بې واکه حکومت هند او ازبکستان ته، په هېواد کې د څو شپو د تېرولو او د پرديو په لاس جوړ شوي حکومت ته د دوام لپاره، لمن غوړولې څو په هېواد کې یې”سوله“ رامنځته شي.

هند او ازبکستان د کابل حکومت ته ډاډ ورکړی چې په سوله کې مرسته ورسره کوي.

دا په افغانستان کې د سولې په نوم يو بل کمپاين دی چې امريکا پرې پیل وکړ. امریکا به تر ناڅرګند وخته پورې په افغانستان کې د هند او ازبکستان پر مټ د سولې او ګډې همکارۍ سورناوې وهي.

په نړۍ کې د هند د لومړي وزير، نريندرا مودي، سياست هر چا ته څرګند دى، خو د اندېښنې وړ خبره دا ده چې د ازبکستان جمهور ریيس، شوکت ميرضيايف، ولې د افغانستان په اړه په پټو سترګو د امريکا په پلان لاس پورې کړ. شوکت میرضيايف بايد په دې اړه ډېر ځيرک واوسي او هغه څه ور په زړه کړي چې سي.آى.اې. په افغانستان، عراق او سوریه کې د سولې په نوم وکړل.

که شوکت میرضيايف او نريندرا مودي په ګاونډ او سيمه کې د سوله ييز چاپيريال غوښتونکي وي، بيا دې په افغانستان کې د سولې لپاره د بنسټيزو ګامونو په پورته کولو سره ګډه همکاري وکړي. لومړی دې له افغانستانه د بهرنيو پوځونو د وتلو پر مهالوېش له امريکايي چارواکو سره خبرې وکړي، او بيا دې هغه څه وکړي چې ټول افغان ولس ته د منلو وړ وي – يانې، په افغانستان کې د اسلامي، ازاد، خپلواک او سالم نظام راوستلو لپاره د افغانانو په مشرتابه هڅې.

په افغانستان کې چې د اشغالګرو د خاتمې او پر افغان ولس د تپل شوې جګړې د پای ته رسېدو لپاره هر سوله غوښتونکى او د افغان ولس خواخوږى قدم پورته او د يوې تلپاتې سولې د رامنځته کېدا لاره برابره کړي، بايد ستاينه او هراړخيزه مرسته ورسره وکړو. خو کومې هلې ځلې چې امريکا په يوه او بل نوم روانې کړې دا په حقيقت کې د سولې هڅې نه بلکې د روانې جګړې د دوام لپاره ساه اخیستل دي.

ازبکستان که له افغانستان سره ٢٠٠ ميليونه ډالره مرسته کړې، ښه خبره ده، خو هغه مرسته افغان ولس په مرسته کې حسابوي چې د ابادۍ لپاره استعمال کړل شي، نه دا چې د روانې جګړې څرخ پرې ګړندې وڅرخي او يا دې پر هغه څه مصرف کړل شي چې يا خو د افغان ولس د تباهيو لپاره د يوه ځانګړي پلان له مخې په نظر کې نيول شوي او يا د خيالي زده کړه ييزو او پوځي مرکزونو په نوم نورو خواوو ته لارې وکړي.

په افغانستان کې هغه مهال جګړه او سوله کاميابېداى شي چې دواړه په خپل واک سر ته ورسيږي. د کابل حکومت جګړه او سوله دواړه د پرديو په واک کې دي. په جګړه کې د پرديو هوايي ځواکونو بمبار دی چې له افغان ولسه یې ټوله شتمني او ژوند واخیست، او سوله یې هغه تزويري پلان دی چې په تبليغاتو او غونډو د نړيوالو ذهنيت بدلوي چې ګويا امريکا او افغان حکومت سولې ته ليوالتيا لري خو دا طالبان دي چې سوله نه کوي او د جګړې لار یې غوره کړې ده.

تر څه وخته اشرف او په کابل کې پخواني امريکايي قوماندان، جنرال جان نیکولسن، ويل چې افغان پوځيان د خپل هېواد د ساتنې توان لري. اشرف غني به هم په هره غونډه کې د خپلو پوځونو په ستايلو غومبر واهه، خو اشرف غني چې چا ته د جرأت تمه درلوده، (دين محمد جرأت)، هغه یې هم نور د طالبانو په مقابل کې له جرأته پرېوت ځکه خو یې له دندې ګوښه کړ.

په افغانستان کې داخلي پوځونو او په کرايه نيول شویو پوليسو نور د جګړې توان له لاسه ورکړی دى. د ناټو په چوکاټ کې به د منګوليا په څېر نور د ناټو غړي هېوادونه هم افغانستان ته د خپلو پوځونو د رالېږلو اعلان وکړي، خو حقيقت دا دی چې نه د پرديو په واک جګړه کاميابېداى شي او نه سوله.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close