د حکومت دوه وزيران د کرکټ بورډ د غړو په توګه ټاکل شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۶) د کرکټ بورډ مسئولين وايي، د ملي يووالي حکومت دوه وزيران د کرکټ بورډ د غړو په توګه ټاکل شوي دي.

د کرکټ بورډ له لوري رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ټرانسپورټ وزير عبدالحميد طهماسي او د سوداګرۍ وزارت مرستياله کامله صديقي د کرکټ بورډ د عمومي مشر په وړانديز او د ولسمشر غني په امر د کرکټ بورډ د پخوانيو غړو سلمان سسادات او عبدالعلي محمد پر ځای ټاکل شوي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ نويو غړيو ته په چارو کې د برياليتوب او د کرکټ لپاره د خدمت او لاسته راوړنو هيله څرګنده کړې ده.

په خبرپاڼه دا نه دي ويل شوي چې د کرکټ بورډ دغه نوي غړي به څه مسئوليتونه لري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close