د حکومت د لوړې مالیې له کبله، د سمینټو بیه دوه برابره پورته شوه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲۶)

وروسته تر هغه چې افغان دولت په ګمرکاتو کې د سوداګرو پر وارداتو لوړې مالیې ولګولې، د ځینو تعمیراتي توکو نرخونه په بیسارې توګه پورته تللي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وایي، د دې سربیره چې هره ورځ ۴۰ زره ټنه سیمنټ له ایران، پاکستان او تاجکستان له هیوادونو هیواد ته راواردیږي او دغه راز دهرات د غوریانو فابریکه  هم روزانه ۷۰۰ ټنه سمیڼټ تولیدوي؛ خو په ګمرکاتو کې د لوړو مالیو له امله یې بیه ۸۵ سلنه لوړه شوې.

نن ورځ په پلازمینه کابل کې د یوې بورۍ “چراټ“ سمینټو بیه له ۳۷۰ افغانیو ۶۲۰ افغانیو ته؛ د ایران د“سیستان“ د سمینټو بورۍ له ۲۸۰ څخه ۵۲۰ افغانیو ته او د “دهنه غوري“ د یوې بورۍ سیمنټو بیه له ۲۶۰ افغانیو ۴۲۰ افغانیو ته لوړه شوې وه.
سوداګر وایي، د سیمنټو د لوړیدو لامل په ګمرکاتو کې د دولت له خوا د لوړ محصول اخیستل دي او په خبره یې چې وړاندې به په ۷۴۰ بوریو سمینټو ۲۷ زره افغانۍ ټیکس اخیستل کیده او اوس ترې ۴۴ زره افغانۍ اخیستل کیږي.
د سوداګرۍ خونې مرستیال محمد يونس مومند وایي؛ اوسمهال د هیواد په ګمرکاتو کې له سیمنټو بار ۱۰۰۰ موټر ولاړ دي او د هیواد ته د ننوتو اجازه نه ورکول کیږي.

خلک د سیمنټو ناڅاپي لوړیدو وارخطا کړي او د هیواد په ډیری برخو کې تعمیراتي چارې په ټپه دریدلې دي.

د سوداګرۍ خونه وایي، د مالیې وزارت ورته ویلي چې دا کار د یوې غلط فهمۍ له کبله شوی، خو سوداګر یې قصدي کار بولي او زیاتوي چې چارواکو د خپلو ګټو په خاطر سوداګرو او خلکو ته لسګونه میلیونه ډالر زیان اړولی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close