د حکومت له خوا د ملکي تلفاتو لوړیدلو سره هم مهال د سعودي غونډې بلنلیک

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۸) سبا د سعودي عربستان په جده ښار کې د افغانستان د روان جګړې په اړه د دیني علماؤو ناسته پیلیږي، چې پکې به  روانه شخړه له دیني اړخه وارزول شي.

د پاکستان د ډیلي ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، سعودي چارواکو د یوسف العثیمن په لاسلیک ځینو علماؤو ته بلنلیک استولی او په غونډه کې یې د ګډون بلنه ورکړې. د سعودي چارواکو په یاد لیک کې د افغان حکومت او بهرنیانو پر وړاندې ټولې جنګیدونکې وسلوالې ډلې ترهګرې بلل شوې او ویل شوي چې په غونډه کې به له دیني نصوصو ټول هغه تعبیرونه رد کړي، چې جنګیدونکې وسلوالې ډلې یې د متجاوزو کفارو پرضد وړاندې کوي.

د سعودي عکاظ ورځپاڼه لیکي: د غونډې مهم ویناوال به شیخ عبدالرحمان السدیس او د مصر مفتي شیخ شوقي ابراهیم اعلام وي، چې د روانې جګړې پر څرنګوالي به خبرې وکړي.

په ټولنیزو رسنیو  کې د غونډې اړوند سخت غبرګونونه راپارېدلي او د امریکایي چارواکو له لوري یوې مرموزې دسیسې په بڼه تعبیر شوې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان په ګوټ ګوت کې افغان او امریکایي ځواکونو پر ملکي اهدافو بریدونه زیات کړي. تیره ورځ د خوست له غمیزې وروسته چې د یوې کورنۍ ۵ غړي پکې ووژل شول، نن شپه د هلمند په بهرامچه، لو ګر  او ننګرهار کې د ولسي خلکو قتل عام ترسره شو، کورونه یې وسوزول شول او شتمنۍ یې لوټ شوې.

تر ټولو ویرجنه پیښه تیره ورځ په خوږیاڼو کې تکرار شوه، چې افغان عسکرو له یوې مور څخه داسې مهال سر پرې کړ، چې ماشومان یې ورته مخامخ درول شوي وو.

په لوګر او هلمند کې د ماشومانو وژل کیدل هم د تیرې شپې هغه جنایتونه و، چې ښایي د سعودي په غونډه کې کوم التفات ورته ونه شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close