د حکومت پر خلاف.. په کابل کې د ناست او غزني کې د ولاړ ولس مظاهرې

 سرلیکنه

څو ورځې وشوې  چې په غزني کې  د هغو حکومتي ځواکونو پر خلاف مظاهرې روانې دي چې په پوځي یونیفورم کې په یوه کور ورننوتل، له وژنو او ژوبلولو وروسته یې څو تنه له ځان سره هم وتښتول.

دفاع وزارت به وايي چې غزنې ته یې د انسانانو په جامه کې پوځیان ورلېږلي دي، خو حقیقت داسې نه دی. په غزني کې چې د افغان پوځونو وحشت ته وکتل شي، پخپله به بې واره د هر چا له خولې ورته د پوځیانو په جامه کې د وحشیانو غږ پورته شي.

ځنګلي وحشیان به په ځنګل کې په خپلو نورو کمزورو وحشیانو دومره ظلم  ونه ونکړي لکه په غزني کې چې پوځي وحشیانو په ملکي اوبې وسه وګړو وکړ، چې بالاخره مظاهرې او له حکومته د نفرت څرګندولو ته اړ شول.

په افغانستان کې له کمونستي کودتا وروسته، لومړی کمونستانو او بیا راوروسته روسانو پر افغان ولس د ظلم او وحشت چپه مېچنې وګرځولې. اوس یې امریکایان او افغان وحشي پوځیان پرې ګرځوي، ځکه خو په غزني کې پر یوه بې وسه کورنۍ د افغان پوځ د وحشت پر خلاف مظاهرې روانې دي.

د هېواد په هر ولایت کې د ملي اردو، پولیسو او اربکیانو لخوا پر ولسي وګړو وحشیانه عملیات روان دي. د عملیاتو او تالاشیو په نامه یې د ولسي ګړو ټوله هستي لوټ کړه. لسګونه ولسي وګړي یې د ترورست او طالب په نوم شهیدان کړل. څه په لویو لارو کې د شپې غلو او څه د ورځې په پوستو کې ناستو داړه مارانو د ولس ژوند تریخ کړی دی.

د بې ګناه او بې دفاع ولس لوټوونکي غله یو قسم غله دي، خو د شپې لخوا په یوه او د ورځې لخوا په بله جامه کې ځانونه ښکاره کوي.

 یو شمېر ولسي قومي مشران حکومت ګرم بولي چې د پولیسو، ملي اردو او اربکیانو لخوا ولسي وګړي لوټل کېږي، بې عزته کېږي، ځان او مال یې خوندي نه دی. خو ولس باید په هېواد کې له روانو حالاتو سره په لوړه حوصله مقابله وکړي؛ تر هغو چې په افغانستان کې سالم نظام نه وي رامنځته شوی  په هېواد کې به د غریب او مصیبت ځپلي ولس سر او مال په خطر کې وي.

ولسي قومي مشران باید نور د پوځیانو په جامه کې داړه ماران ګرم نه کړي، ځکه چې موجوده حکومت جوړ له داړه مارو دی. د کوم حکومت او نظام جوړوونکي چې داړه مار وي، پولیس او پوځ به یې هم داړه مار وي. په افغانستان کې چې پولیس، پوځ او ملي اردو داړه ماري ونه کړي، چاره نه لري. د خیالي پولیس او پوځ په نامه دومره معاشات ترلاسه، او اکمالات ورته کېږي چې په جسمي شکل موجوده پولیس او پوځ ترې محروم پاتې شي.

په غزني کې د پوځي وحشیانو د وحشت پر خلاف د مرده باد په شعارونو او په کابل کې د معلولینو او معیوبینو وارثانو د خپلو حقوقو د نه ورکولو پر خلاف په چوپه خوله ناستې ته د مظاهرې شکل ورکړی دی، چې د ملګرو ملتونو د اصولو په اساس، د معلولینو او معیوبینو د وارثانو په چوپه خوله د حکومت پر خلاف د ناستې مظاهره، له پارېدونکو غزنیوالو او حکومت ته د مرده باد ویونکو د حکومت لپاره ډېره شرموونکې ده.

په غزني کې ولسي پاڅونوال او په کابل کې معلول او معیوب ناست مظاهره کوونکي دواړه د حکومت پر خلاف پر دوی د ظلم او وحشت د پای ته رسېدا غږ کوي چې نور نه د کابل ناست او نه د غزني ولاړ پاڅونوال ورسره د کېدونکي ظلم او وحشت د زغملو توان نه لري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close