د حکومت پلوو رسنيو بې بنياده تبليغات، ګټه که تاوان؟

تميم توفيق

په فيسبوکي اصطلاح «خياطانو» چې څومره زيان دولت ته اړولی، طالب يې سلمه حصه نقصان هم نه دی ورته رسولی، د حکومت ظرفيت او حيثيت چې څومره حکومت پلوو رسنيو او خياطانو تنګ او ټيټ کړ، طالب ورته په هغه اندازه نه زيان اړولی، نه يې ورته رسولی شي او نه به يې، که خدای مکړه دا جګړه ۱۷ کاله نور هم اوږده شي، ورته ورسولی شي.

د حيرانۍ ځای دا دی چې دولتي متفکرينو تر اوسه پورې د خپلو خياطانو له لوري ورته رسول شوي زيانونه نه دي درک کړي او لا يې هم هره مياشت په ۴۰۰ ډالرو نازوي.

د روانې جګړې په ۱۷ کلنه دوره کې مو د دې مثالونه ډير ليدلي، خو يو نغد چغد مثال يې د غزني په جګړه کې د يو څڼيور طالب د جسد انځورونه و، چې دوی په ټولنيزو رسينو او دغه راز ځينو حکومت پلوو سایټونو کې د پاکستاني پوځي په نوم تبليغ کړ او د طالب د بدنامۍ کار يې ترې واخيست، چې څو ورځې وروسته د هماغه طالب په رنګ جوړ پاکستاني پوځي ويډيويي څرګندونې نشر کړې او په دې سره د خياطانو طالب ضد تبليغ د ټولنيزو رسنيو خندونکی رشخند او پسخند شو.

دولت بايد په دې بې دقته او پوچ تبليغ توند ريکشن ښودلی وای او خياطان يې يو په بل پسې ټکولي او سپک کړي وای، مګر سره له دې چې اشرف غني هم پرې په يوه وينا کې استدلال وکړ او نورو خوله ورو يې هم پرې ژبې وټکولې او په پای کې د نړۍ په وړاندې په شرمونو وشرميدل، بيا يې هم اقلا خياطان متوجه هم نکړل چې بې بنسټه تبليغات ونکړي.

په دې کار سره خياطانو پاکستان ته يو لوی دليل په لاس ورکړ او هم يې په نړيواله کچه ځان بې باوره ثابت کړ. د بيا لپاره که دوی نړيوالو ته د پاکستان د لاسوهنې خبره کوي، هغوی به ورته له استهزائي مُسکا وروسته د هماغه څڼيور طالب انځورونه يادوي، چې ټولې ادعاوې يې دغسې بې بنياده دي.

نن د يوې ډالر خورې رسنۍ خبر و چې د ننګرهار په بټي کوټ کې ۷۵ طالب وسلوال له دولت سره يو ځای شوي دي، چې ګڼ شمېر وسلې يې هم تسليم کړې او د رسنۍ له قراره دوی دا هم ويلي چې پاکستان ورسره په دولت ضد جګړه کې مرسته کوله او آی ايس آی وسلې ورکولې.

يو ځل بيا بايد وواي چې په تيره ۱۷ کلنه دوره کې موږ په ځلونو دغسې خبرونه واوريدل او آن تلويزيونونو کې مو هم مخ پټي کسان وليدل، چې ويل کيدل، تسليم شوي طالبان دي، مګر هر ځل چې حقيقت څرګند شوی، دا د يوې ډرامې په شکل د طالبانو په منځ کې د مورال ضعيف کولو هڅې وې چې په هر ځل رسوا کيدلې.

حتی د همدې دولت لوړ پوړو چارواکو، د پارلمان غړو او مامورينو په دې خبرو اعتراف کړی چې دغه مخ پټي خلک اربکيان او نور دولت پلوي کسان وي، چې د پيسو په زور يې په دې ډرامه يي سلسله کې ښکاروي او دوی يې د تسليم شوي طالب په نوم معرفي کوي.

همدا د ننګرهار د بټي کوټ هم همدا کيسه ده، بلکې تر دې زيات حيرانونکی چورلټ دروغ خبر دی، چې د هر کله په شان د واقعيت په څرګندېدو سره نه پرې حکومت پلوې رسنۍ د شرم احساس کوي او نه خپله دولت پرې خجل شو.

دولت بايد خپل خياطان کنټرول کړي، هغه که په ويب سايټونو او راديوګانو کې د دروغو په جوړولو بوخت دي او که په ټولنيزو رسنيو کې د ۴۰۰ ډالرو ګټلو لپاره لګيا دي، ګنې دولت به له داسې خجالتونو سره مخ کړي چې په خپله ټوله دوره کې به يې په جبران ونه توانيږي او له دې علاوه به هم د دولت جيب لوټ کړي او هم به يې نړيوال حيثيت له خاورو سره خاورې کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close