د حیرتان بندر د چاراکو خپلمنځي نښته کې مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۶)

د راپورونو له مخې، د بلخ ولايت په حیرتان بندر کې د دغه بندر د دوو مسوولينو تر منځ خپلنځي نښته کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځايي سرچينې وايي، دغه نښته پرون ماښام رامنځته شوې چې له کبله يې يو کس وژل شوی او دوه تنه نور ټپيان دي.

تر اوسه د ياد ولايت امنيتي مسوولینو په دې تړاو څه نه دي ويلي خو ځايي سرچينې وايي، نښته د حيرتان بندر د امنيت د رييس سعيد محمد د ساتونکو چې د عطا محمد نور وراره دی او د بندر د سرحدي پوليسو د کميسار حبيب الله ګذر تر منځ شوې ده.

تر دې دمه د نښتې لامل نه دی په ډاګه شوی خو سيمه ييزو سرچينو رسنيو ته ويلي، نښته هغه مهال رامنځته شوه کله چې د کمېسار شخصي مرمۍ ضد موټر د امنيت د رياست له مخې د تېرېدو په حال کې و.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close