د خاشقجي لانجه؛ ترکیه د سعودي وضاحت نیمګړی بولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۴)

په داسې حال کې چې د سعودي ولیعهد د عرب خبریال خاشقجي د قصدي وژل کیدو اعتراف کړی خو ویلی یې دي چې د سعودي شاهي کورنۍ یې په وژلو کې کوم لاس نه لري، د ترکیې غبرګون یوځل بیا راپارولی.
ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي؛ سعودي چارواکي دې له بیځایه څرګندونو ډډه وکړي او مونږ ته دې د خاشقجي جسد را وسپاري.
تر دې وړاندې محمد بن سلمان ویلي و، هغه په کونسلګرۍ کې دننه د ځینو دیپلوماتانو له خوا په عمدي او مرموزه توګه وژل شوی او ښایي د نوموړي د وژل کیدو پلان له وړاندې نیول شوی وو.

خو اردوغان بیا داخبرې خندونکې او مسخره امیزې بللې او له سعودی یې غوښتي چې د هرې ادعا سپیناوی باید وکړي.
اردوغان د سعودي له خوا د خاشقجي په مرګ کې د نیول شویو تورنو کسانو د لامل او څرنګوالي ، د خاشقجي د جسد د پیدا کیدو او هغو ادعاوو چې سعودي چارواکو کړې، سپیناوی غوښتی دی.

د اردوغان تر دې وینا وروسته د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش‌اوغلو له خپل سعودي سیال عادل الجبیر سره تلیفوني خبرې کړې، خو جزئیات یې لا نه دي څرګند.
په ورته وخت کې روسیې هم په دې ناندریو کې ځان ښکیل کړی او له محمد بن سلمان سره یې په یوه تلیفوني اړیکه کې د دې موضوع د سپیناوي غوښتنه کړې ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close