د خاورې ارزاني – توریالی ځاځی

توریالی ځاځی

د خونکارو سرو لښکرو په دوران کې

توریالی ځاځی
توریالی ځاځی

د وطن دښتې درې په وینو سرې وې

ټول هېواد د یرغلګرو له ستمه

سره تبۍ و، په زړو سوې پرګنې وې

***

چا وې کډې له وطن ځنې بار کړې

د خونکارو سرو لښکرو له ستمه

څوک وتلي وو له کور تاوده مورچل ته

د وطن د آزادۍ په ښکلې تمه

***

مینې خپل ځای خوشې کړی و کینې ته

له کساته ایشېدل د خلکو زړونه

د هر چا زړه د غچ نښتر توږلو

چې به کله اخلو موږ خپل بدلونه

***

په دې ترڅ کې یوه ورځ د کابل ښار کې

یو افسر چې یې خپل ځان ګاڼه ښاغلی

په ډېر کبر د تبنګ* مخې ته ودرېد

له پلورونکي یې تپوس وکړلو غلی

***

دا مېوه ولې قیمته پلورې ځوانه

یې تر اوسه لا غافل له انقلابه (!)

هغه سور شو له غوسې نه ژر یې وویل:

ما ته غوږ شه چې دې پوه کړم ای جنابه

دا مېوه ته په سختۍ لاس ته راغلې

خاورې نه ده چې یې وپلورم ارزانه

شرمنده شو ځنې ستون ځان یې پناه کړ

په پوښتنې افسر ډېر و پښېمانه

***

د وطن دفاع وه فرض په افسر باندې

شو بې دینه وطن ولاړ ترې ډېر اسانه

د پلورونکي لوړ همت کې چې ایمان و

ورته خود وه د وطن معامله ګرانه

***

چې په خدای د چا ایمان وي همت لوړ وي

رسالې یې واړه لاندې تر قدم شي

”**د غیرت ناوې ته سم کتلای نه شي

هغه سر چې بې له خدایه چا ته خم شي“

___

(*): تبنګ: هغه ګردي لوی او پلن لوښي ته وايي چې خرڅوونکی د لارې پر سر مېوې او نور خوراکي شيان په کې خرڅوي.

(**): دا وروستی بیت د ظاهر کلاجوي دی، چې دلته تضمین شوی دی.

ــــ

د ښاغلي توریالي ځاځي ژوندلیک دلته کتلای شي.

سرچینه
منبع الجهاد مجله، ۱۳۶۹هـ ش، قوس

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close