د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۸۹ پېښې ثبت شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲۷) د افغان خبريالانو د خونديتوب کميټه يا “CPJ” وايي، د خبريالانو په وړاندې تاوتريخوالی زيات شوی زياتوي د روان کال په تېرو شپږو مياشتو کې د هغوی پر وړاندې نهه اتيا پېښې ثبت شوي چې يو شمير  خبريالانو پکې ژوند له لاسه ورکړی.

د خبريالانو د خونديتوب ادارې په خپل راپور کې ويلي، د يادو پېښو له کبله يوولس خبريالان وژل شوي او يوولس نور ټپيان دي.

يادې کميټې لومړۍ شپږ مياشتې د خبريالانو او رسنيو کارکوونکو پر وړاندې تر پخوا خونړۍ بللي زياتوي چې: د خبريالانو د وژنو سربيره د هغوی د سپکاوي او ناوړه چلند نوولس، د وهلو ډبولو څوارلس، د ټپي کېدو يوولس، د ګواښلو اته ويشت، د نيولو او احضار پنځه او له رسنيو څخه په ناقانونه توګه د شړلو يوه پېښه ثبت شوې ده.

د خبريالانو د خونديتوب کميټې د شپږ دېرش فيصده پېښو مسئوليت پر افغان حکومت اچولی او اووه دېرش فيصده پېښې يې داعش او طالبانو ته منسوب کړي، څوارلس فيصده ناپېژاندو کسانو چې د خبريالانو د وژلو او ګواښلو پېښې شاملې دي او د دوه پېښو مسئوليت د رسنيو پر مسئولينو اچول شوی دی.

د خبريالانو کمېټې ډيرې پېښې د کابل زون سيمو کې ثبت کړي او په پلازمينه کې د شش درک سيمې پېښه يې چې نهه خبريالان پکې ووژل شول په تېرو لسو کلونو کې بې سارې بللې ده.

دغه راز ياده کميټه وايي، په يو شمير ولايتونو کې د تاوتريخوالي له کبله رسنۍ سانسور شوي دي.

دغې کميټې نا امني، د خبريالانو خونديتوب ته نه پاملرنه، د جګړې په تړاو رسنيو کې تبليغات له خبريالانو سره د تاوتريخوالي اصلي لامل ښودلي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close