د خدای د نور هېنداره

شعر: استاد ناګار

شکونه ترې طواف کوي ایمان څومره ښایسته دی
د خدای د نور هېنداره مسلمان څومره ښايسته دی
طه د چا ښکلا ده، ((رحمن)) ښکلې زمزمې
څپې د ترنم، شور د قران څومره ښایسته دی
لمر څرنګه سپین واړاوه، جلال د پلوشو
جمال ته د سپوږمۍ وريځې اسمان څومره ښايسته دی
رقیب هم یو نوښت وي د رنګینو حادثو
رومان مو د (( بابا )) په تور شیطان څومره ښایسته دی
ښکلا ده چې راغلې له ادمه تر دې دمه
د مینې د هر وخت دور جانان څومره ښایسته دی
اویا زره قامونو کي يې څوک د غیرت سیال
تاريخ د قربانيو د افغان څومره ښایسته دی
بربنډ شول حسن و پوهه انتها ده د انسان
د چا په ښکلي نوم اخر زمان څومره ښایسته دی
ناګاره! یو یو مه شمېره په کل کړه بسم الله
حمزه څومره سپېڅلی و او ګران څومره ښایسته دی

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close