د خرما حیرانونکې ګټې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۹ فرید افغان)

خرما یو له هغو میوو بلل کیږي چې قرآنکریم، احادیثو، او اوسني ساینس تر ټولو ښه او ګټوره میوه بللې.
خرما سلګونه ډولونه لري چې عموماً په ۱۰۰ ګرامه خرما کې ۲۷۷ کالوري انرژي وجود لري.

روغتیا پوهان وایي؛ په خرما کي کلیسوم، پوټاشیم، اوسپنه، ویټا مینK، ویټا مین B، په ځانګړې توګه ویټا مین B۶، مګنیزیم، او ګڼ نور مقوي مواد شتون لري.
په عمومی توګه خرما ۶.۱ اندازه پروټین له ځانه سره لري.

د خرما شربت د ملا او هډوکو د درد لپاره مفید درمل دي. همداراز که څوک د مثانې له تیږې کړیږي خرما دې زیاته خوري، که څوک خرما په شیدو کې اچوي او سهار مهال یې په نهره څښي جنسي قوت یې ورسره زیاتیږي
حضرت نبي کریم ص ویلي؛ که څوک هرسهار د عجوه خرما ۷ دانې وخوري زهر به پرې تاثیر ونه کړي چې دا خبره اوسنیو ساینسپوهانو هم په خپلو څیړنو کې منلې ده.
د ښځو د دوامداره میاشتنۍ مریضي (حیض) همداراز د هغو حاملو ښځو له پاره چې د وینې له کمښت څخه کړیږي د خرما خوړل تر ټولو ګټوره نسخه ده.
روغتیا پوهان وایي؛ که څوک په دوامداره توګه خرما خوري حافظه به یې قوي، دبدن دفاعي نظام به یې پیاوړی او عمر به یې اوږد وي.

ساینس پوهانو ثابته کړې چې که چیري خُرما د څو ساعتونو لپاره په اوبو کي کښیودل سي او وروسته ئې یواځي دا اوبه وڅیښل سي نو دا ینه اوځیګر صفاء کوي.
په ورځنۍ توګه د ۵ خرماو خوړل د بدن ټول کلسیم پوره کوي .

همداراز د نشیانو لپاره هم خرما ښه درمل دی که چیري یو چا نشیې توکي استعمال کړي وي نو د خُرما اوبه یې نیشه هم له مینځه وړي
خرما په بدن کې د وینې د کولسټرول اندازه مثبته ساتي او همداراز د قبض لپاره هم تجربه شوې نسخه ده

اوسنیو ساینسپوهانو ثابته کړې هرهغه څه ( خُرما، انار، انګور، انځر ، زیتون او……) چې قرآن کې ښه ورته ویل شوي خامخا ګڼې روغتیایي ګټې لري او له هغه څه چې قرآن منع فرمایلې (شراب، خنزیر، وینه او……) له ضرر څخه خالي نه دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close