د خلاصون لارې شورا: د اعتماد لپاره دې بنديان خوشې او د بهرنيانو پر وتلو بحث وشي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۳) نن د افغانستان د خلاصون لارې عالي شورا په يوې غونډه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د شوي اوربند ملاتړ وکړ او د دواړو غاړو تر منځ د اعتماد رامنځته کولو او سولې راتلو لپاره يې په ځینو هغو کړنو او ټکو ټینګار وکړ چې د اوربند په پایله کې رامنځ ته او شونې ده چې مثبت ګام وبلل شي.

د خلاصون لارې عالي شورا له لوري کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرباڼه کې راغلي، د دولت او طالبانو تر منځ اوربند په ډاګه کړه چې “سوله او تفاهم د بهرنيو له هر ډول فشار پرته راتلی او دواړه غاړې په خپلو سيمو نفوذ او يو بل ته د ډاډ ورکولو واک لري.”

اعلاميه زیاتوي، د سولې په اړه هغه ادعا ناسمه وبلل شوه چې ګواکې طالبان څو ډلې دي، بلکې اوربند ثابته کړه چې طالبان يوه ډله ده، يوه رهبري یو دريځ لري او “دغه لنډ مهاله اوربند د جنګ د ښکېلو افغاني اړخونو لپاره د اعتبار او اعتماد سازۍ يو ښه اقدام و” چې له مخې يې په هېواد کې سوله راتلی شي.

د خلاصون لارې عالي شورا، د دولت او طالبانو تر منځ د اعتماد رامنځته کولو لپاره د بنديانو خلاصون اړین ګڼي زياتوي په هېواد کې دې د جګړې عوامل په ګوته چې “مهم يې د بهرنيانو شتون دی او باید په لومړي سر کې پرې بحث وشي.”

د خلاصون لارې شورا د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې راتلو او اړوندو موضوعاتو په برخه کې د منځګړي په حيث چمتووالی ښودلی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close