د خلیلزاد دریم سفر اسیا ته او پایلې یې او ورته مشورې!

 فضل الرحمن اغا

دا وار خلیلزاد خپل سفر ته رنګ ورتغیر کړی خصوصاً د یو قدرتمند هيواد سره لکه روسیه چې مخکې امریکایانو د روسیې په غوښتنه هغه کانفرانس ته چې د افغانستان په باب وو حاضر نه شول او د دوي په نه ورتګ د افغانستان حکومت هم پکې په رسمي توګه ګډون نه و کړی، یوازې یې د سولې شورا یو غیر رسمي پلاوی ورغلی و.

خو اوس چې د امریکا ځانګړی استازی روسیې ته ولاړي داسې معلومېږي چې امریکا به یا دا فکر کړی وي چې سوله بې د افغانستان د ګانوډیانو شوني نه ده، او یا به یې دا درک کړې وي چې نور روسان هم د امریکايي ځواکونو شتون په افغانستان کې نه غواړي یا تر دې ور  اخوا ټول اسيايي هیوادونه په سيمه کې دلته د امریکا شتون سره مخالفت وکړي نو بیا به د افغانستان په سولې کې مرسته وکړي.

ځکه چې د افغانستان په غميزه کې به د اسیا ټول هیوادونه سره شریک شي، نو سولي ته به په اسانۍ سره زمینه برابره شي او د خلیلزاد سفر روسیې ته دافغانستان په اړه افغانانو ته ګټور تمامیږي.

د خلیلزاد ورسپارلي وظیفې سره مرسته کولای شي شاید دا مرسته هم وکړل شي چې سوله یوازي د امریکا په ګټه تمامه نه شي نو افغانانو ته هم مادي فائدې زیاتي ورسیږي.

اوس به دا ووایو چې امریکا دثالث بالخیر هم او جنګي طرف دي هم شي که څنګه یا دا باالکل نه شي کیدلای او یوازي او یوازي به منځګړیوب په بې طرفه افغانانو راتلای شي چې په دې باب قوي کار به بې طرفته ملت کې (دافغانستان د خلاصون لارې شورا) کړی د تفاهم لپاره په زونونو کې د زون مربوط ولایاتو څخه دفترونه لري او هلته د مربوط ولایتونو په زون کې د خلګو قوي بورد مشورتي لري،تر ډېره حده يې په ملت کې کار کړي،مذاکرات به بین الافغاني شي د بې طرفه ملت به وائسطه به د ملک اسلامي سیاسي اقتصادي چاري ټوله وده ومومي ځکه خپل خلګ یا ملت ملک تباهي ته نه وهي په شرط ددې چې ښه خدای دوسته خلګ په هره طبقه کې راپورته شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close