د خواجه بهاؤالدين پښتانه: د تاتار له خوا د هاوان مرميو او راکټونو تر باران لاندی یو

د حکومت مرمۍ د پښتنو پرضد استعمالیږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲۳) د تخار ولايت د خواجه بهاؤالدين ولسوالۍ استوګن پښتانه وايي، په دغه ولسوالۍ کې د جنبش د ډلې د يوه قومندان ملک تاتار له خوا پرې سخت ظلمونه کېږي او له تېرو څو ورځو راهيسې د هغه د مليشو له خوا د هاوان مرميو او راکټونو تر بريدونو لاندې دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، د سيمې يو زورواکی او د جنرال دوستم قومندان ملک تاتار يې نه پرېږدي چې خپلې ځمکې وکري او دا درېيم ځل دی چې د نوموړي قومندان له خوا پرې د توپونو او راکټونو بريدونه کېږي.

د شمشاد تلويزيون خبريال عبدالله ساحل په خپله فسبوک پاڼه ليکلي: د يادې ولسوالۍ مربوط په “لاله ګذر” سيمه کې د “ميان مار” په څېر وحشت روان دی زیاتوي ملک تاتار ته د حکومت له خوا ورکړل شوي مهمات نوموړی په پښتنو استعمالوي، غواړي هغوی له سيمې وشړي او ملک تاتار يې ځمکې غصب کړي.

د ساحل په خبره، په ياده سيمه کې يې له تېرو لسو ورځو راهيسې لس تنه کوچنيان او مېرمنې وژلي او شپږويشت تنه نور ټپيان دي.

د لالاګذر سيمې اوسېدونکي وايي، زورواکو يې ځمکې غصب کړې وې، په ټولو محکمو کې يې دعوی ګټلي خو لا هم د تاتار له خوا خپلو ځمکو ته نه پرېښودل کېږي او پرلپسې بريدونه پرې کېږي.

د سيمې يو تن قومي مشر ارباب ظاهر وايي، د ده د کورنۍ د درې غړيو په شمول نږدې لس کسان چې مېرمنې او ماشومان هم پکې شامل دي وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

د ظاهر په وينا: ” ټولو محکمو زمونږ حق کی فیصلې وکړې،‌ خو دولت یې د عملي کولو توان نه درلود.‌ تیره اونۍ له خپلو کورنیو سره خپلو زراعتي ځمکو ته ورغلو او اوس د تاتار له خوا د هاوان او راکټونو تر باران لاندې  یو.”

ملک تاتار د جنبش ګوند غړی او په سيمه کې د دوستم زورواکی قومندان دی چې شخصي مليشې لري.

دا لومړی ځل نه دی چې شمال کې له پښتنو سره د زور زياتي او تبعيضي چلند راپورونه ورکول کېږي بلکې تر دې مخکې هم د شمالي ټلوالی د زوراکانو او خپلسرو وسله والو له لوري پښتانه د طالب او القاعده په نوم زورول شوي او له خپلو سيمو شړل شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close