د خپلسرو وسله والو خپل سري ګواښونه

طالبانو دوه کاله وړاندې په فارياب ولايت کې له حکومتي ځواکونو ډيرې سيمې ونيولې او تير کال يې نورې هم پسې ونيولې، چې بالاخره په کابل کې د امريکا يي او بهرنيو پوځونو پخواني قوماندان نکلسن د تيرې جنوري د مياشتې په ١٣مه له پنتاګونه افغانستان ته د نورو پوځونو د راليږلو غوښتنه وکړه، چې د امريکا په نظامي مجلس کې له غور وروسته افغانستان ته د نورو پوځونو راليږل ومنل شول.

په افغانستان کې چې بهرني او افغان پوځونه کله هم طالبانو پسې اخستي، امريکا يې افغانستان ته د نورو پوځونو په راليږلو ځواب ويلی، هغه په دې مانا چې په افغانستان کې ميشت افغان او بهرني پوځونه د طالبانو له مقابلې ناتوانه دي او دفاع وزارت، چې کله طالبانو په ولاياتو کې ماتې ورکړې، بيا يې هغه خپلسري وسله وال، چې په مطبوعاتي غونډو کې ترې سرټکوي، د خپلې مرستې لپاره په غيږ کې نيولي، چې څه موده وروسته يې بيا همدا دفاع وزارت په نيولو ناتوانه شي.

کله ناکله خپل سري وسله دفاع وزارت ته د ځان د نږديوالي په غرض طالبان ګواښي، چې د وخت په تيريدلو سره يا خپلسري وسله د طالبانو په بريدونو کې سر وخوري او يا د دوستم په څير له فاريابه وتښتي او د طالبانو په مقابل کې له جګړې څه چې له ګواښونو هم لاس واخلي.

په روزګان ولايت کې د دفاع وزارت له چوکاټه وتلي خپلسري وسله وال (شجاعي) ګواښ کړی چې د ١٥٠٠ خپلسرو داړه مارو په درلودلو سره د طالبانو مقابله کولاى شي. دفاع وزارت تيره مياشت د دې خپلسري وسله وال د نيولو هڅې وکړې، خو په لاس ورنغی، اوس دغه خپلسرى وسله وال طالبانو ته هم د دفاع وزارت په سترګه ګوري.

لومړی خو به دفاع وزارت د همدې خپلسري وسلوال، چې ولسي وګړي ترې په سره اور کې ولاړ دي، چاره وکړي او که يې ونکړه، طالبان يې چاره کولاى شي، داسې چاره به يې وکړي چې ډير خپلسري به ترې د عبرت درس واخلي.

طالبان به په افغانستان کې د موجوده نظام د له منځه وړلو او بهرنيو پوځونو په استلو کې خپله بيساري قرباني ورکوي، خو تر ټولو زياته قرباني يې د غريب او بې دفاع ولس د سر، مال، عيال، ناموس او ملي ارزښتونو د ساتنې قرباني ده. يواځې خپلسري ولس دښمنه وسله وال نه، بلکې د دفاع وزارت په چوکاټ کې داخلي داړه مار هم د ولس لپاره له څيروونکو داړه مارو کم نه دي؛ ځکه خو طالبان کوښښ کوي چې په هر قيمت وي، ولس له دا ډول داړه مارو وژغوري او سر يې د جنرال رازق تر پښو ورسوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close