د خپلواکۍ اتلان څوک دي او امان الله څه وکړل ؟

لیکنه : محمد الفاتح

انګریزانو غوښتل چې په کشمير ، پنجاب ، سند ، بلوچستان ، پيښور او نورو اړونده سيمو ازادي اعلان او د احمد شاه بابا د لويې امپراطورۍ برخه يې وګرځوي او داسې څوک پيدا کړي چې په واسطه يې دې شوم هدف ته ورسیږي نو انګریزانو او امان الله د خپلو پټو رابطینو په واسطه یوه ډرامه جوړه کړه هغه داسې چې امان الله ته وویل شول چې ته د افغانستان د ازادۍ غږ پورته کړه مونږ به تا په رسمیت و پیژنو په بدل کې به یې ته هغه ټولې سیمې چې ستا له نيکونو څخه نيول شوې وې په رسمي ډول وپيژنې نو کله چې امان الله د انګليسانو په مقابل کې د ملک د استقلال اعلان وکړ او د هيواد سرحدي ولايتونو ته يې خپل فوځونه وليږل .
د خيبر درې خواته سپه سالار صالح محمد د فوځ په مشرۍ وليږل شو ، او د دښمن په مقابل کې يې خپل سنګرونه ونيول ، د افريدو مسلمان مجاهدين چې د حکومتي فوځ ملاتړ يې کاوه د پولې په هغې خوا کې يې د دښمن فوځ په شا وتمباوه ، په دې وخت کې سپه سالار صالح محمد د انګلیسي دښمن څخه د پیسو اخيستلو په سبب د خپلې ګوتې يو کوچنی ټپ بهانه ونيوله او مجاهدينو ته يې د جنګ نه کولو امر ورکړ.
دښمن د دې حالت څخه ګټه واخيسته او د ډکې پورې يې ځايونه ونيول.
په دې وخت کې د ننګرهار ، لغمان او کونړ مسلمانان د خپلو ولسي مجاهدينو ( اسلام پور شيخ پادشاه ، د چکنورو ملا صاحب ، د کجورۍ ملا صاحب ، ميرسيدپاچا ، د کونړ ميرزمان خان ، د سرکاڼو ميا صاحب ، حيدرغازي صافی ، د کونړ سيدګل پاچا ، د سروبي عبدالغفارخان ، د چارباغ محمد سيد صاحب او داسې نورو …) تر مشرۍ لاندې د جهاد ميدان ته را ووتل او په دښمن يې حملې شروع کړې ، په نتيجه کې مجاهدينو له دښمن څخه نيول شوې سيمې بيرته ونيولې او د دښمن فوځونه له ماتې خوړلو وروسته وتښتيدل.
له حکومتي فوځ څخه يو لښکر د عبدالقدوس او غنډ مشر غلام نبي خان ناصري تر مشری لاندې د کندهار محاذ ته وليږل شو له رسيدو سره سم جګړه ونښته ، حکومتي فوځ لومړی د مقاومت توان په ځان کې ونه ليده په شا ولاړل او دښمن ترې ځينې ځايونه ونيول اما کله چې داوطلب مجاهدین د محلي مشرانو ( حاجي عبدالعزيز خان ، آخندزاده فضل حق خان ، مولوي عبدالواسع خان ، سيدنورمحمد شاه ، قزلباش اخندزاده ، محمد رسول خان ، اخندزاده عبدالحق خان او داسې نورو… ) تر قوماندې لاندې له دښمن سره د مقابلې لپاره د جنګ ميدان ته راورسيدل ، د تکبير نارې يې پورته کړې او په دښمن يې ورځ شپه کړه ، ډير تاوانونه يې ور واړول او نيول شوي ځایونه يې بيرته لاسته راوړل . د پکتيا محاذ ته د حکومتي فوځونو يو بل لښکر د سپه سالار محمد نادر ، غنډ مشر مبارک شاه ، او غنډ مشر محمد عالم تر مشری لاندې د دښمن د مقابلې لپاره هغې خواته وليږل شو ، د دينې عالمانو او سرتيرو مجاهدينو ( شهزاده فضل الدين ، ملک موسی خان مسود ، زرخان وزير ، عبدالسلام خان ، ملک محمد اکبرخان منګل ، شاه دوله خان ، ببرک خان ځدراڼ ، محمد عالم خان اندړ، شيرمحمدخان ګرديزی او داسې نورو… ) په مرسته يې په انګليسي دښمن بريدونه پيل کړل ، داوطلب مجاهدينو د الله اکبر د نارو په ويلو سره د تيري کونکي غليم په سنګرونو ور وختل ، د دښمن مخابراتي وسيلې يې وشلولې ، د ټل او واڼه کلاګانې يې ونيولې ، د هنګو او ميرانشاه فوځي چوڼۍ يې کلابند کړې او دښمن ته يې زيات تلفات پيښ کړل.
لنډه دا چې د غليم فوځونه د مسلمانو مجاهدينو ايماني قوت ، او د الله اکبر نارو سخت وارخطاء کړل ، خپل معنويات يې له لاسه ورکړل ، له پښو څخه وغورځيدل ، آن دا چې غازیانو په کشمیر ،پنجاب ،سند ، پيښور او د دوی په ټولو اړوندو سیمو کې خپلې وسلې په دښمن راواړولې او ډیر ځایونه یې له صلیبیانو ونیول صلیبیان چې د موضوع په حساسیت پوه شول او هغه څه ورپيښ شول چې دوی یې اټکل نه ووکړی نو امان الله یې راولپنډۍ ته ور وغوښت او لاندې سند یې په
( ۱۹۱۹م) کې پرې لاسلیک کړ :
( لومړۍ ماده :- د افغانستان او بریتانیا د دولتونو له لوري د دغه تړون د لاسلیک کېدو له ورځې څخه به د دواړو تر منځ سوله ټینګه وي .
دوهمه ماده :- نظر هغه حالت ته هم چې له امله یې د بریتانیې او افغانستان د دولتونو ترمنځ جګړه پيل شوې وه د بریتانیې دولت یواځې همدومره خپل خفګان له دې لامله څرګندوي چې د افغانستا ن نورو پخوانیو واکمنو نه شول کولای وسلې او نور د حرب وسائل د هندوستان له لارې افغانستان ته راوړي او اوس هغه رعایت سلبوي .
دريمه ماده :- له دې پرته د مرحوم امیر دعطیې وجه چې پاتې ده ضبط شوه اواوسني امیرته به هېڅ عطیه وجه ورڅخه ورنه کړل شي .
څلورمه ماده :- په یوه وخت کې د بریتانیا دولت غواړي چې هغه پخوانۍ دوستي چې په دې دومره اوږده موده کې د افغانستان او لویې بریتانیې تر منځ موجوده وه یو ځل بیابرقراره شي په دې شرط چې دغه دولت به ډاډ ترلاسه کوي چې د افغانستان دولت غواړي چې د بریتانیې د دولت دوستي یوځل بیاترلاسه کړي همدارنګه په دې شرط چې د افغانستان دولت به دا خبره په وینا اوعمل کې ثابتوي د بریتانیی دولت به چمتو وي چې وروسته تر شپږو میاشتو څخه به د بل هغه تړون اونورو هغو خبرو لپاره د افغانستان له لوري یو بل سفارت ومني تر څود دواړو دولتونو د ګټو ساتونکي وي اوپخوانۍ دوستي یوځل بیا ټینګه کړي .
پنځمه ماده :- د افغانستان دولت د هند او افغانستان تر منځ سرحد چې مرحوم امیر منلی ؤ مني .
په دې پنځو مادوکې چې نه پکې دازادۍ خبره شته اونه د ډیورند غوښتنه بلکې د ډیورند رسمي تائید دی د امان الله په لاس ازادي یادیږي .
له دې وروسته امان الله ټول هغه غازیان چې داحمدشاهي امپراطورۍ د راګرځولو ولولو یې په زړه کې څپې وهلې ونیول اوپه پټه یې له منځه یوړل صلیبيانو هم په کشمیر، پنجاب ، سند ،بلوچستان ، پيښور او د دوی په ملحقاتوکې د مجاهدینوپه ځپلو شروع وکړه او له دې خوا امان الله سرحدونه ورته وتړل او غازیان یې ټول په صلیبیانو قتل عام کړل کله چې افغانانو د پاچا د ازادي غوښتل اومعکوس تړون دا حالت وليد نو د ملا عبدالله چې په یوه پښه ګوډ ؤ او امان الله د سپکاوي په وجه ګوډ ملاباله ، (۶۰۰۰) شپږزره طالبان او د پکتیا په دین مین ولسي ځوانان راټول کړل او په(۱۹۲۴م) کال کې یې د امان الله پر ضد د جهاد اعلان وکړ ، غازیانو ډیر په میړانه جګړه شروع کړه او د ګردیز عسکري چوڼۍ یې ونیوه امان الله له روسانو نه مرسته وغوښته او روسانو هم سمدستي له انګریزانوسره په مشوره لس بم غورځونکې الوتکې امان الله ته ورکړې او په غازیانو یې بې دریغه بمباري وکړه چې (۱۰۰۰۰) لس زره مجاهدین یې شهیدان اوپه زرګونو یې ټپیان کړل او د ملا عبدالله او ملا عبدالرشید په ګډون یې (۵۴)تنه دیني علماء اعدام کړل او د دوی له شهادت نه وروسته یې جشن هم پرې ولمانځه.
له هغې وروسته په (۱۹۲۷م) کال کې امان الله ددې لپاره چې صلیبیان عملاً وویني او د هغوی ټول کړه وړه په خپل ملت تطبیق کړي اروپا ته لاړ په لاره کې یې په مصرکې افغاني جامې وایستې اوغربي جامې یې واغوستې کله چې دده ښځه ثریا او د پلاوي نورې ښځې په داسې حالت کې چې پرتوګونه یې نه وو او چادر یې هم په سر نه ؤ د خبریالانو مخې ته راښکاره شوې نوهغوی ددوی په دې عریانۍ باندې اعتراض وکړ ثریا په ځواب کې وویل :
( زه هیله لرم چې د مصر بلکې دګردې نړۍ ښځې حجاب ایسته وغورځوي اوهمدغه ماډرن لباس واغوندي اوس نو د پلن ټیکري او اوږد کمیس اغوستلو تور دور تیر شوی دی دحجاب په نوم د ښځو د اختناق ظالمانه دود باید پای ته ورسول شي اوس د روشنفکرۍ دور دی )
بیا امان الله په اروپایی دولتو وګرځیده اوپه همدې لباس کې افغانستان ته راغی او امر یې وکړ چې ټول افغانان باید همداسې لباس واغوندي او په پنځلسو مادوکې یې یو فرمان صادر کړ چې ځينې مادې يې په لنډ ډول خلاصه کوو :
په افغانستان کې د حجاب ممنوعیت ، د پتلون د اغوستلو لازموالی ، د سلام ممنوعیت او پر ځای يې د مخ کيدو په وخت کې خولۍ لرې کول او سر ټيټول ،په شراب څښلو شرعي سزا نشته ، په دولتي او نظامي ، عدلي او قضائي سکتورونو کې کارکوونکو ته ږیره خریل لازمي کول ، د جمعې په ځای باید د پنجشنبې په ورځ رسمي رخصتي وي ، له فرمان وروسته یوبل ته په قرض حسنه ورکولو بندیز ، له قضائي غونډو څخه د دیني علماء کرامو بندول ،د امر باالمعروف او نهی عن المنکر نظام له نن څخه موقوف ګڼل ، د دیوبند په علماؤ او طلباؤ افغانستان ته د راتګ بندیز او درې کاله د عسکري وړیا کول داسې څه دي چې د دې شوم تړون څخه يې یادونه وشي .
پای

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close