د خپلواکۍ 99مه او که د بلواکۍ 18مه

آصف الله آصفي

په داسې حال کې چې هیواد مو له 18 کلونو راهیسې د امریکایانو او د هغوی د مؤتلفینو له لوري عملا په اشغال کې دی، ځینې ساده لوح خلک بیا هم د استقلال او خپلواکۍ د 99 کال چیغو په سر اخیستي او په غیر شعوري توګه په بیهوده ډول د زنده باد او مرده باد په نارو بوخت دی، او د جان کیري لخوا د جوړ شوي حکومت پر وجود ویاړي.
اوس دغه ډول خلکو له خپل ضمیر سره کله هم په خپل ګریوان کې مشوره قدرې هم ونکړه چې دا روان څه دی؟ او دا مونږ مصروف په څه یو؟
د بلواکۍ په دې تور طوفان کې د خپلواکۍ چیغې وهل داسې معنی ورکوي لکه یو څوک چې د روژي د میاشتې په نیمایی کې د اختر ورځ لمانځي، او یا د عامو خلکو په اصطلاح له ډول وهلو نه مخکي نڅا کول دی.
ټول هیوادوال مو په رڼو سترګو ګوري چې زمونږ ځمکه او هوا ټوله د امریکا او د هغې د مؤتلفو 50 ښکیلاکګرو هیوادونو په واک کې ده، له په نوم ولسمشره نیولې تر یوه ادنی سرتیري پورې د ټولو د ناستې او ولاړې اختیار هم د هغوی په لاس کې دی که ورته وایی چی کینه نو کینی او که ورته وایی چی پاڅیږه نو سملاسي پاڅیږي او دا هر څه مونږ او تاسي ټول په پنځو حواسو حس کړي او حس کوو یی، د ټولو حکومتي چارواکو او سرتیرو خیټې په ورځ کې درې ځل د امریکا په ډوډۍ ډکیږي، د سرتیرو په لاس کې له ټانک او طیارې نیولې د تمانچې تر کوچنۍ ګولۍ پورې ټولې د امریکا ملکیت دی، د طیارو د بمبار او د توپونو له ډزو نیولې د کلاشنکوف تر ډزه د ټولو واک او اختیار هم د امریکایانو په لاس کې دی، او دا هم د امریکا په لاس کې دي چې څوک او کومه سیمه د ډزو هدف وګرځول شي او څوک ونه ویشتل شي.
لنډه دا چې د افغانستان د دوه ملیونو شهیدانو پر پاکه خاوره اوسمهال د ناټو حکومت دی، حکومتي ټولې چارې د ناټو په لاس کې دی د جنګ قیضه ټوله د بهرنیو اسلام دښمنه ځواکونو په لاس کې ده، د اشرف غني په خبره کې امریکا ترې لاس واخلي نو هر څه په 6 میاشتو کې دړې وړې کیږي.
په افغانستان کې د مجاهدینو د جهاد د فرضیت ستر او ځواکمن دلیل همدادی چې دوی په خپل هیواد کې له تیری کوونکې او ښکیلاکګرې ناټو په وړاندې جګړه کوي، خو پوښتنه دا راولاړیږي چې مجاهدین بیا ولې د اشرف غني له ځواکونو سره زیاتې نښتې لري نسبت بهرنیو ځواکونو ته حال دا چې هغوی خو مسملمانان دی؟ ځواب یې معلوم دی او هغه دا چې دا په نوم مسلمان ځواکونه د ناټو د ځواکونو یو جز دی، ځکه چې دا ځواکونه د ناټو لخوا جوړ شوی د ناټو لخوا تغذیه کیږي او د ناټو په قومانده اجراءات کوي او د ناټو په لګښتونو ژوند کوي او (فی سبیل ناټو) وژل کیږي.
څوک چې د کفارو سره په یوه صف کې ولاړ وي او د مسلمان پر ضد جګړه کوي دا د بهرنیو کفارو نه څو چنده خطرناک ځکه دی چې کفار خو له ورایه ځلیږي چې کفار دی تیری کوونکی دی او ښکیلاکګر دی، خو په صف کې ورسره ولاړ په نوم مسلمان چې زمونږ سره شریکه وینه او هډوکی لري او ظاهر یې د مسلمان او ذهنا امریکایان دی.
ډیری ساده لوحان پری تیروځي چې دا خو افغانان دی مسلمانان دی او د مجبوریت نه د کفارو په صف کی ولاړ دی ځکه چې کاروبار نشته او مزدوری نشته. نو پوښتنه دا مطرح کیږي چې آیا له مجبوریته اجرتي قتل جایز دی؟ که جایز وی نو دوی ته هم د کفارو سره دریدل جایز دی که نه نو په هیڅ صورت کی جایز نه دی.
د تاریخ تر ټولو ستر شرم دی چی د بلواکۍ په تورو تیارو کې د خپلواکۍ د رڼا درواغجنې چیغي ووهو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close