دارالامان تاریخي ماڼۍ تر رغونې وروسته په ملي موزیم بدلیږي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۸) زرغون خوږیاڼی

د دارالامان تاریخي ماڼۍ د لومړنۍ رغونې وروسته یې نن د ولسمشر اشرف غني په حضور کې د دویمې برخې کار پیل شو، ولسمشر وویل، دا تاریخي ماڼۍ به تر بیا رغونې وروسته په ملي موزیم بدلېږي، دده په وینا همدارنګه به د یوې مرکزي تاریخي ودانۍ په توګه به د بهرنیو لوړ پوړو مېلمنو د هرکلي لپاره وکارول شي.

د دارالامان تاریخي ودانۍ چې د روان کال د جوزا میاشتې په لسمه یې د بیا رغونې چارې پیل شوې وې، نن یې د دویم پړاو کار پیل شو، ویل کیږي چې د یادې ماڼۍ رغونه کې ۱۰۰ افغاني انجنیران چې ۲۵ یې ښځینه دي کار کوي.

د دارالامان ماڼۍ د پخواني پاچا امان الله خان پر مهال د ۱۳۰۴ – ۱۳۰۶ لمریزو کلونو کې د جرمني انجنیرانو تر نظر لاندې جوړه شوه. چې ۱۵۰ کوچنۍ او لویې کوټې یې لرلې.

امان الله خان دا ماڼۍ د خپل دولت د کارونې لپاره په خپل نوم جوړه کړې وه، خو تر دوو کلونو د کمې مودې لپاره یې ترې ګټه پورته کړه او پادشاهي یې ړنګه شوه.

د افغانستان ملي یووالي حکومت کابینې د کب میاشتې ۱۹مې په ناسته کې تصویب کړه چې د کابل ښار په لویدیځ کې د دارلامان ماڼۍ د نژدې ۱۶ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت ورغول شي.

د معلوماتو له مخې ددې ودانۍ لږه برخه د حفیظ الله امین د نسکورولو پر مهال جګړو ورانه کړه. همدارنګه د ګلبدین حکمتیار سره د شاه نواز تڼي د یو پټ جوړ جاړي له مخې د ډاکټر نجیب الله د دولت پرضد په ۱۳۶۸ کال د دلوې/ سلواغې ۱۶ ناکامه کودتا وکړه او دا ودنۍ یې بمبار کړه، چې تر ډيره تخریب شوه، شاه نواز تڼی سره له یو هیلیکوپتر الوتکې پاکستان ته وتښتیدو، وروسته په خپلمنځي جګړو کې په بشپړه توګه دا ودنۍ په کنډواله بدله شوه.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close