د داعش تسلیم شوي مرستیال مفتي نعمت له حکومته ګیله کړې

په جوزجان ولایت کې د داعش ډلې مرستیال مفتي نعمت، چې تېره ورځ له خپل مشر مولوي حبیب الرحمان او شاوخوا ۲۵۰ نورو جنګیالیو سره له طالبانو سره په جګړه کې تر ماتې خوړلو وروسته حکومت ته تسلیم شو، له نیویارک ټایمز امریکایۍ رسنۍ سره خبرې کړې دي.

نوموړي د ټلفون په وسیله د نیویارک ټایمز خبریال ته تایید کړې چې نوموړی او د ده له ۲۰۰ تر ۲۵۰ پورې نور جنګیالي د هېواد په شمال کې له طالبانو سره تر جګړې وروسته حکومت ته تسلیم شوي دي.

مفتي نعمت نیویارک ټایمز ته ویلي، ”تکه توره شپه او د سراسیمګۍ وضعیت و. دوه یا درې شپې موږ خوب نه دی کړی؛ ډېر ستومانه یو.“

مفتي نعمت د طالبانو پر ضد د جګړې په اړه له تفصیلاتو ورکولو او د خپلې تسلیمۍ د لامل له ښوولو نټه کړې ده. خو نوموړی له حکومته ګیله من دی چې ځواکونو یې د ده او ملګرو د ژغورنې لپاره چورلکې تر وعده شوي وخت ډېر وروسته ورولېږلې.

  طالبان: جوزجان کې د داعش د فتنې ”بېخ وخوت“

نوموړی وايي، ”دا یو بېړنی حالت و. له موږ سره وعده شوې وه چې د ژغورنې لپاره به مو چورلکې د شپې پر ۹ بجې راځي، خو له بده مرغه هیڅ شی هم رانغلی.“

له ښي لوري – د پولیسو قومندان، منځ کې د داعش تسلیم شوی مشر مولوي حبیب الرحمان او کیڼ لوري ته د درزاب ولسوال
له ښي لوري – د پولیسو قومندان، منځ کې د داعش تسلیم شوی مشر مولوي حبیب الرحمان او کیڼ لوري ته د درزاب ولسوال

ښاغلي نعمت، چې په مفتي نعمت الله قویم هم مشهور دی، نیویارک ټایمز ته ویلي چې د ”اسلامي دولت“ ځینې جنګیالي په پښو د حکومت تر واک لاندې سیمو ته وتښتېدل. ”له نورو سره زموږ اړیکې تېره شپه پرې شوې. فکر کوم یا یې له طالبانو سره اړیکه نیولې او یا هم بلې خوا ته تللي دي.“

 جوزجان کې داعش څنګه مات شو؟ د طالبانو له ویاند سره مرکه

د یادونې وړ ده، تېره ورځ (د زمري ۹مه / ۳۱ جولای) افغان-بهرنیو ځواکونو په جوزجان کې د داعش ډلې د مشر مولوي حبیب الرحمان، د نوموړي د مرستیال مفتي نعمت او جوزجان کې د داعش د ارتباطاتو د مسؤل داملا صبغت الله په ګډون نږدې ۲۵۰ داعش جنګیالي له طالبانو سره په جګړه کې تر ماتې خوړلو وروسته په الوتکو کې یووړل.

د داعش پر ضد د طالبانو په دې ۲۴ ورځنیو عملیاتو کې، د طالبانو په خبره، ۹۲ داعش جنګیالي ووژل شول، ۵۱ ټپیان شول او ۱۲۸ نور طالبانو ژوندي ونیول. په دې ۲۴ ورځنیو عملیاتو کې ۱۷ طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

طالبان وايي چې ۲۱۶ تنه داعشیان حکومت ته تسلیم شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close