د داعش جګړې باره کې د نيکولسن څرګندونو ته د طالبانو غبرګون

طالبان: نيکولسن دې د داعش جګړې لپاره څوک نه هڅوي بلکې د هغوی له ملاتړه دې لاس واخلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲)

په افغانستان کې د ناټو د پريکنده ملاتړ ماموريت عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن هغو څرګندونو ته چې ويلي و طالبان هڅوي تر څو د داعش پر وړاندې جګړه وکړي طالبانو غبرګون ښودلی دی.

نيکولسن تېره ورځ په کابل کې يوې خبرې غونډې ته د وينا پر مهال وويل: “د داعش د پراخېدو په تړوا تر اندېښنو وروسته د امريکا متحده ايالات هڅه کوي ترڅو داعش ډله د طالبانو پر مټ وځپي او له منځه يې يوسي”.

خو د نيکولسن دغه څرګندونو ته طالبانو غبرګون ښودلی او وياند يې ذبيح الله مجاهد د نوموړي قوماندان دغه وينا د داعش سره د مرستې لپاره بللي زياتوي چې ” داعشي فتنه له منځه وړل د اسلامي امارت شرعي موقف او د هیواد د لوړو ګټو مسئله ده چې د هيڅ بهرني جهت هڅونې ته ضرورت نه لري.”

که څه هم امريکايي جنرال وايي، داعش ډله يې په ختيځ او شمال کې کمزورې کړې خو طالب وياند د نوموړي ياده ادعا درواغ بللې زياتوي چې امريکايي جنرال دې د داعش پر وړاندې څوک جګړې ته نه هڅوي بلکې: ” په ننګرهار او جوزجان کې دې له داعشیانو څخه د هوايي، لوجستيکي، استخباراتي او مطبوعاتي ملاتړ او پړسولو څخه لاس واخلي.”

طالب وياند د امريکايي جنرال نيکولسن خبرې مغرضانه بللي په خبره يې نوموړي جنرال په داسې حال کې د داعش پر وړاندې د طالبانو د هڅولو خبرې کولې چې تېره ورځ هم په جوزجان کې امریکايي الوتکو د طالبانو هغه لومړۍ کرښې او مورچې بمبار کړي چې د داعش سره يې جګړه کوله او د هغوی د له منځه وړلو لپاره عمليات روان روان و.

مجاهد زياتوي د نيکولسن دغه څرګندونې يواځې د طالبانو پرضد تبليغاتي توکي برابرول دي په وينا يې تر دې مخکې هم امريکايانو د داعش ډلې د قوي ښودلو لپاره راپورونه خپاره کړي دي.

طالبان وايي، لکه څرنګه چې د بهرنيانو پر ضد جګړه يې جهاد او د ازادۍ لپاره ده، دغه راز به د امريکايانو د ملاتړ سربيره ” د داعش په نامه فتنه هم له منځه وړي او ملت به ترې ژغوري”.

تر دې مخکې هم امريکايي ځواکونو په ننګرهار کې د طالبانو له لوري د داعش د له منځه وړلو عمليات له خنډ سره مخ کړي او څو کرته يې د طالبانو پر لومړيو کرښو عمليات کړي او د داعش پر ګټه يې بمبارۍ او شپني عملیات ترسره کړي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close