د داعش لخوا د تیرې ورځې شوي برید د سیکانو اندیښنې راپارولې

(کابل تکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۱۱)

تیره ورځ داعش ډلې د سیکانو پر یوه تجمع سرتیری برید وکړ چې ۱۷ تنه یې ځای پرځای ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.
په دې برید کې د سیک لږکیو یواځنی کاندید تار سنګھ هم ووژل شو.
د ملي یووالي د حکومت مشر، سیاسي بنسټونو، هندي لومړي وزیر ، ترکیې او امریکا دابرید به سختو ټکو وغانده او دعاملینو د مجازات غوښتنه یې وکړه.

د ننګرهار ځایی چارواکي چې د ولسمشر ورتګ ته یې له یوې اونۍ راهیسې په لومړۍ درجه امنیتي تدابیر نیولي و، وایي؛ دوی د سیکانو له ورتګ نه خبر نه درلود چې تر وړاندې یې باید ورته امنیتي تدابیر نیولي وای.

خو د دې ډلې یو مشر سوپا سینګھ ویلي، ثبوتونه لري چې څلور ځله یې مخامخ له والي سره خبرې کړې چې د دوی مشران یادې غونډې ته ورځي ‘ والي راته وویل، تاسو همدلته یو ساعت انتظار وکړئ، چې څو شیبې وروسته راباندې برید وشو او ملګري مو نښه وګرځیدل.

نوموړی وایي؛ بمونه په هغه لاس ګاډۍ کې ځای پرځای شوي و، چې دوی یې په څنګ کې د ډاکټر غني لیدنې ته په انتظار کینول شوي و.

تر برید وروسته افغان سیکان په دوه ډلو ویشل شوي ځینې یې وایي چې افغانستان کې ژوند ورته لاهم ویاړ دی او له ستونزو سربیره به خپل عادي ژوند ته ادامه ورکوي.

خو لوی اکثریت یې بیا د روان وضعیت نه اندښمن دي او زیاتوي چې د دوی لپاره دا ډول حالت ځورونکی دی او نه شي کولی افغانستان کې نور خپلې اوسیدنې ته دوام ورکړي.

شنونکي وایي؛ پر داعش ډله تور دی چې سوق او مدیریت یې د امریکایي ځواکونو تر مشرۍ لاندې دی، او په عین حال کې د s۴۰۰ توغندیو د پیرلو پرسر امریکا او هند یوځل بیا ښکر په ښکر شوي،همداراز د پاکستان او هند ناندرۍ لا هم پر خپل حال پاتې دي، چې ښایي د دې ټولو جنجالونو بیه په سیستماتیکه توګه په یوه مرموز برید کې افغان سیک هندوانو پرې کړې وي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close