د داعش له ځالو الوتي بچيان په جوزجان کې وژل شوي – سرلیکنه

سرلیکنه

طالبانو ویلي چې په جوزجان کې یې د داعش مرکز له منځه وړی او په دې توګه یې د هېواد په شمالي ولایتونو کې د داعش ریښې وکښلې.

له درې اوونیو راهیسې، د جوزجان په درزاب او قوش تپه کې د طالبانو او داعش جنګیالیو جګړه روانه وه. د طالبانو په وینا، ”سره له دې چې بهرنیو-افغان هوايي ځواکونو ترې ۲۰۰ تنه  جګړه ماران د خپلو څو مشرانو په ګډون ژغورلي“، خو بیا هم طالبانو ۱۵۳ تنه داعشیان وژلي او تر سلو زیات یې ټپیان کړي دي.

د طالبانو په وینا، که بهرنیو الوتکو پر موږ بمبار نه وای کړی او هغوی راڅخه ژغورلي نه واي، ټول مو له منځه وړل، خو بیا هم ”۱۳۴ تنه“ ژوندي نیول شوي دي.

په جوزجان کې د داعش او طالبانو تر منځ جګړه هم د ننګرهار د هسکې مېنې د جګړې په څېر وه. تېر کال د ننګرهار په هسکه مېنه کې هم د جګړې پر مهال بهرنیو هوايي ځواکونو طالبان بمبار او داعش جګړه مارو ته یې د تیښتې لاره سیخه کړه.

په جوزجان کې له طالبانوسره له جګړې تښتېدلي او یا له طالبانو څخه ژغورل شوي داعشیان حکومت  تسلیم شوي اعلان کړل.

 حکومت اعلان کړه چې۲۰۰ تنه داعشیان شاهین قول اردو ته تسلیم شوي دي. خو، په حقیقت کې، هغه داعش وسله وال له طالبانو سره د جګړې پر مهال د چورلکو په وسیله ژغورل شوي دي، نه تسلیم شوي.

طالبانو تر جګړې وروسته، په خپله خبرپاڼه کې وویل چې په جوزجان کې د داعش جګړه مارو په مقابل کې  عملیات، سره له دې چې امریکايي الوتکو د داعشیانو حمایت کاوه، د جوزجان، سرپل او فاریاب د نظامي قطعو لخوا په درې اړخیز ډول ”خورا په تدبیر“ او ”احتیاط“ سره پر مخ تلل.

موږ دا منو چې د جوزجان په درزاب او قوش تپه کې طالبانو د داعش ولس زوروونکی مرکز ویجاړ کړ، خو هغه داعشیان چې طالبانو وژلي، ژوبل کړي او یا یې نیولي دي، هغه د داعش له ځالو الوتي کم عمره بچيان وو؛ طالبانو لا د داعش د فتنې بېخ نه دی ایستلی، یواځې د داعش له ځالو جوزجان ته الوتي بچي، چې عمرونه یې له ۱۲څخه تر ‍۱۹ کلونو پورې دي، وژلي، ټپیان کړي او نیولي دي. د داعش د فتنې بېخ به هله ووځي چې په ننګرهار او کونړ کې د داعش روزنیزې ځالې له منځه یووړل شي.

به شمال کې د داعش لخوا د وژل شویو او زورول شویو کورنیو له طالبانو څخه په خوښۍ ویلي چې نیول شوي داعش جګړه ماروته دې سزا ورکړل شي، ځکه په شمال کې د داعش جګړه مار کورونو ته ننوتل، مالونه یې لوټل او له کورونو یې ښځې له ځان سره بېولې، او هم یې  ولسي وګړي د پیسو په نه ورکولو او د جګړې لیکې ته په نه تللو وهل او ډبول.

همدا اوس هم په کونړ او ننګرهار کې داعش د حکومت او امریکايي پوځونو لخوا حمایه کېږي. د ننګرهار د هسکې مېنې، خوږیاڼو، چپرهار، اچین او دربابا ولسواليو کې د داعش له نفوذه د ولسي وګړو ژوند تریخ دی. د داعش بېخ به هله ووځي چې په ننګرهار او کونړ کې یې روزنیزي ځالې له منځه یووړل شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close