د داعش واړه بریدونه ولې غټ ښودل کېږي؟/ هېواد ریان

د ننگرهار په خوږیاڼیو کې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې د داعش او طالبانو ترمنځ جگړه روانه ده. داعشیانو د خوږیاڼیو په ځینو سیمو کې پرمختگ کړی وو او طالبان د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې د پېښیدو له وېرې له کلیو وتلي وو. طالبانو داعشیان څو ځلې یو ځای ته راټول کړل؛ خو د امریکا او افغان دولت هوايي ځواکونو د طالبانو لیکې بمبار کړې او داعشیانو ته یې میدان خالي کړ.

د وزیرو په تنگي سیمه کې طالبانو داعشیان بشپړې ماتې ته نږدې کړي وو؛ خو پولیسو، اربکیانو او د اردو عسکرو د شا له خوا په طالبانو برید ښخ کړ او هوايي عسکرو پرې بمباري پیل کړه او طالبان مجبور شول، چې سیمه پرېږدي.

دا لومړی ځل نه و، چې حکومت او امریکایان داعشیانو ته سیمې خالي کوي او حکومت هلته بې غمه پوستې او امنیتي ځایونه جوړوي. په خوږیاڼیو کې داسې ځایونه هم وو، چې په تېرو شپاړس کلونو کې حکومت ونه توانېده، چې ورشي او ورتگ به یې هم یوازې د الوتکو له لارې وو؛ خو اوس هلته گرځي او د اربکیانو پوستې یې جوړې کړي دي.

د تېرې پنجشنبې په شپه افغان او امریکايي ځواکونو د خوږیاڼیو ولسوالۍ په ادوړ سیمه کې د طالبانو هغه خط بمبار کړ، چې بربهار او کوزبهار سیمو ته یې داعشیان نه پرېښودل او د دوی په مخ کې خنډ وو. گډو ځواکونو د طالبانو ترڅنگ ډېری ملکیان له کورونو رایستي وو او بیا یې شهیدان کړي وو.

ادوړ د چپلیار ولسوالۍ سره نږدې سیمه ده او داعشیانو ته یې مخه خلاصه کړه، چې یو ځل بیا د بربهار سیمې ته ولاړ شي او کوم خلک چې په کورونو کې پاتې دي هغه هم ورته خپل کورونه پرېږدي.

د طالبانو د ماتولو لپاره امریکا او افغان دولت په تېرو ۱۶ کلونو کې ټولې لارې وکارولې؛ خو بیا یې هم کومه ښکاره لاسته راوړنه نه ده درلوده او دا ځل غواړي چې د تش خلافت په نامه داعشیان د طالبانو پر ضد وجنگوي او د حکومت له لاسه تللي سیمې بېرته د دولت تر حاکمیت لاندې راشي.

په تېره اوونۍ کې حکومت اعلان وکړ، چې داعشیان یې په لغمان، کونړ، جوزجان او ننگرهار کې بمبار کړي دي؛ خو نه یې رسنیو ته د بمبار سیمې وښودې او نه یې د مړو انځورونه؛ خو یوازې یې د دې لپاره رسنیز پوښښ ورکړ، چې په ټول افغانستان کې د داعش موجودیت وښيي او له نړیوالو ډېرې مرستې ترلاسه کړي، چې گوندې په افغانستان کې زرگونه داعشیان فعال دي او که یې مخه ونه نیول شي؛ نو څو کلونه وروسته به ټوله منځنۍ اسیا فتح(!) کړي.

حکومت هره ورځ داعشیانو ته تبیلغات کوي او داسې ښيي، چې دوی د داعش خلاف دي او د ملت په سترگو کې خاورې اچوي؛ خو خبر نه دي چې د دوی په اعلامیو خلک خاندي او ملنډې پرې وهي.
حکومت او امریکا چې طالبان مات نه کړل؛ نو د داعشیان به یې هېڅکله مات نه کړي؛ ځکه طالبانو ته خلکو په زړونو کې ځای ورکړی او د داعشیانو له وېرې خلک خپل ډک کورونه پرېږدي.

مهم ټکي

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close