د داعش ډلې ګڼ شمېر قومندانانو د طالبانو د مشرتابه مشري ومنله

کابل ټکی کام ۲۳حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

د داعش ډلې ګڼ شمېر قومندانانو په ننګرهار ولایت کې له داعش ډلې برئت او د طالبانو سره اتفاق اعلان کړ.

دغو ټولو قومندانانو د طالبانو د پخواني قومندان او د داعش د خراسان د مرکزي شورا غړی او د نظم والاحتساب ادارې معین محمد ادریس سیرت په مشرۍ د طالبانو له مشرتابه ملا اختر محمد منصور اخوند سره خپل بیعت اعلان کړی دی.

دوی په خپل بیعت لیک کې د ملا اختر محمد منصور اخوند ستاینه او قدرداني کړې ده، او داعش ډله یې د افغان مظلوم ولس سره ظالمه او غادره بللې ده.

د داعش ډلې د دغو قومندانانو د بیعت لیک بشپړ متن کابل ټکي کام ته د ایمیل له لارې رالېږل شوی دی، چې له تاسو سره یې کټ مټ شریکوو.

بسم الله الرحمن رحیم
بیعت نامه
الحمد الله الذي بعث محمداً بالهدی و دین الحق فهدی به من الضلالة و بصر به من العمی و جمع به بعد الفرقة والف به بعد العداوة و الحمد لله الذي جعل التأخی بین المؤمنین من المقتضیات الایمان و اوجب ما یقوم هذه الاخوة التي هم من الدعائم و الارکان و اشهد ان لا اله الا الله الملک الحق الدیان و اشهد ان محمدا عبده و رسوله اشرف الثقلین من الانس و الجان صلی الله علیه وسلم و اصحابه و التابعین له باحسان و سلم تسلیماً.
و بعد! فقد قال الله تبارک و تعالی : وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنْتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا. العمران 130
وقال الله تعالي : إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِهِ صَفًّا كَأَنَّهُمْ بُنْيَانٌ مَرْصُوصٌ. الصف 4
وعن انس رضي الله تعالي عنه ان النبي صلي الله عليه وسلم قال قال لابی ایوب رضی الله عنه: الا ادلکم علی تجارة ؟ قال بلی قال: صل بین الناس اذا تفاسدوا و قرب بینهم اذا تباعدوا. رواه البزار والطبراني.
د افغانستان مؤمن، مجاهد، غیور، ویاړمن، کړېدلی او محترم ولس ته السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
د متعال او مقتدر الله جل جلاله څخه مو د اسلامي چتر لاندي کامیاب، سرلوړی، سوکاله او متحد د تل لپاره غواړو.
قدرمنو! دا چې له پخوا څخه مو د اسلامي امارت تر رهبرۍ لاندې د جهاد مقدسه فریضه په صمیمانه او مخلصانه فضا کې پر مخ وړله؛ خو البة یو لړ مسائل او مشکلات زموږ په نظر د اسلامي امارت د وحدت استحکام، قیام او عروج په لاره کې خنډ او د ملګرو تر منځ د سوء تفاهم، بې اعتمادي او فاصلې سبب وو، چې بالاخره له داعش او یا په اصطلاح دولت اسلامي ډلي سره زموږ د یوځای کېدو باعث جوړ شو.
خو متأسفانه د داعش د مجهولې، ړندې کړنلارې د مظلومو افغانانو بې درېغه وژلو، وهلو ټکولو، زورولو، د کورونو او مالونو، چور او اختلاس کولو، سوځولو، شړلو، ځمکو غصبولو، له قومي مخورو سره غدر کولو، د تعلیمي طبي عامه سهولتونو او مترقي ژوندانه څخه د اولس محرومولو، د عامه مصالحو لحاظ نه کولو، د جائز تساهل پر ځای تشدد غوره کولو او د منکراتو مخنیوی په داسي شکل چې په انکر حالت کې د واقع کېدلو، د اکثریت افرادو تکفیریه نظریه درلودلو، سطحي دین تطبیق کولو، د دې مسائلو مظالمو د مخنیوي لپاره د حل او اصلاح مشروعه معقوله او منظمه برنامه او طرح نه تصویب کولو؛ لنډه دا چې د افغانانو په درد د نه دوا کېدلو، چي بالاخره د اسلامي امارت د ځينو مخصلو ملګرو په وساطت د اسلامي امارت د مثبت او مثمر تفاههم او توافق په سبب مو ضمیر او وجدان نه ایجابوله چې په نوموړې ډله (داعش) کې پاتي شو؛ فلهذا د محمدي ځلانده شریعت په رڼا کې مو د خپلو ټولو مربوطه مجاهدینو په نمایندګي د داعش یا اسلامي دولت د مشرتابه څخه خپل بیعت او همکاري پرې او قطع او په ګران هیواد کې د جهاد د سپېڅلي فریضې د ادا کولو او د واقعي اسلامي نظام د قیام په موخه د اسلامي امارت د نوي زعیم عالیقدر امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور حفظه الله سره خپل بیعت، هر اړخیزه همکاري، نه ستړي کېدونکي هلي ځلي او درناوی د زړه له کومي اعلانوو.
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
د اسلام د سر لوړي په هیله، د داعش د خراسان د مرکزي شورا برحال غړی او د نظم والاحتساب د ادارې معین محمد ادریس سیرت او راسره ملګري.
۱ قاضي سید احمد ( اسدالله ) د خراسان د قضایي ارګان سابقه غړی.
۲ عصمت سابق د خراسان د مرکزي شورا غړی او حالاً د خراسان د اسراوو مسؤل او دلګۍ مشر.
۳ مولوي ډاکټر یاسر حنفي د زاوي مسؤل او دلګۍ مشر.
۴ مولوي عبدالحسیب الهام دلګۍ مشر او د خوږیاڼو ولسوالۍ د تشکلاتو مسؤل.
۵ مولوي ابو حامد سر ګروپ او د ده بالا ولسوالۍ قاضي.
۶ محمد زمان عباس دلګۍ مشر.
۷ قاري نصرت دلګۍ مشر او د خوږیاڼوولسوالۍ د مرکز مسؤل.
د سر ګروپانو نومونه: ۱ مولوي جابر، ۲ قاري مجاهد، ۳ شاهد جاوید، ۴ اسامه، ۵ احمد، ۶ عثماني، ۷ مرتضی، ۸ مؤمن، ۹ ثاقب، ۱۰ سعید احسان او نور ملګري.
پای

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close