د درباري عالمانو غونډې او که د امریکا دامونه او دانې

 آصف الله آصفي

ګردې نړۍ ولیدل چې د افغانستان په اوسنۍ جګړه کې امریکا لکه د روس په ګونډو شوې ده، او هغه د سیند اخیستې په څیر د سیند د غاړې هر بوټي او د اوبو هر زګ ته لاسونه غورځوي، خو ګټه ځکه نه ورته کوي چې وخت له وخته تیر وي، او یا په بله اصطلاح اوبه له ورخه تيرې وي.
یا لکه د فرعون په څیر کله چې له خپلو ټولو تخریبکارانو هڅو وروسه په سیند کې د غرقیدا په حال کې شو نو یې سملاسي نارې سورې جوړې کړې چې : آمنت برب موسی و هارون().
یعنی د موسی او هارون رب منم، او ایمان پرې راوړم. خو نه یې ایمان قبول شو او نه له غرقیدا بچ شو.
روسانو هم کله چې د افغانانو د مټو په زور تیښتې ته مجبور شو نو د ډاکټر نجیب په غوږ کې یې د ملي روغې جوړې د پروژې ذهنیت وروڅڅاوه، اګر که د ملي روغې جوړې پروژه ظاهرا یو نیک کار بریښي خو څه وشي چې یو خو وخت له وخته تیر و او بله دا چې پروژه پردۍ وه او د نجیب په لاس تطبیقیده.
اوس امریکایان هم په همدې سټیج کې دي، امریکایانو چې اوس خپل ځان د سیند په مینځ کې د غرقیدا په حال کې لیدلی کله د سولې د کاروانونو په نوم پروژې جوړوي او کله د علماو د غونډې په نوم درباري ملایان د یو څو روپیو په مقابل کې راغونډې او د خدای د دې وعید مصداق یې ګرځوي چی: و لا تشتروا بایات الله ثمنا قلیلا() یعنی د الله تعالی د ایتونو د تحریف او تخریب په موخه د دنیا لږې پیسې مه قبلوۍ.
همدا راز امریکایانو پر پاکستان، اندونیزیا، او سعودي عربستان په څیر هیوادونو زګ او بوټو ته هم لاس واچاوه، هغوی یې دې ته واداره کړل چې د دینی عالمانو غونډو کې خپل رول ولوبوي، د جاکارتا غونډه تیره شوه، ورپسې په کابل کې غونډه دایره شوه، او اوس ورپسې په سعودی عربستان کې غونډې ته تابیا نیول شوې، خو یقین لرو چې دا ټولې پروژې د سیند اخیستی شخص په څیر دی چې هر کله د سوری کاروان زګ ته لاس اچوی، کله د اندونیسیا د سیند غاړی بوټي ته لاس اچوی او اوس لګیا د سعودی عربستان بوټي ته لاس اچوي، خو ډیر زر به وکتل شي چې امریکا لکه فرعون په سیند کې غرق شي او آخرې چیغه به یې همدا وی چې آمنت برب طالبان.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close