د  درود شـــریــف فــضائـل

محمدیوسف متوکل

درود ویونکی دالله پاک دغوسی نه په امان کیږي

درود ویونکی به د قیامت په ورځ د الهی عــــرش دسیوری لاندې وي

درود ویونکی به د دوزخ نه په آمان کې وي او د نیکیوپله به یی دقیامت په ورځ ډیره درنه و

درود ویونکی به دمحشر په میدان کی نه تږی کیږي

درود ویونکی به د صراط په پل باندی ثابت قدم وی پښې به یې نه ښوییږی

زرځلی ۱۰۰۰درود ویونکی له مرګ نه مخکی خپل ځای اومقام په جنت کی ویني

درود ویونکي ته په جنت کی ډیري ښځی بیبیانی ورکول کیږی

درود ویونکي ته دومره ثواب ورکول کیږی لکه چاچی شل ۲۰ځلی جهادکړی وي

درود ویونکی ته دصدقی اجرورکول کیږی سل ځلی ۱۰۰درود ویونکي ته یولک نیکۍ ورکول کیږی اویو لک ګناه ورته بخښل اومعاف کیږي

هغه کـــس چی هره ورځ سل ځلی ۱۰۰درود وایي دهغه سل ۱۰۰حاجتونه پوره کیږي چې دیرش ۳۰په دنیاکی او اویا۷۰ به په اخرت کې وي

د درود شریف لپاره اودس یاغسل شرط نه دی

بغیرد اودس اوغسل نه هم درود شریف ویلی شو

سرچينه:

د شیخ الحدیث مولانا محمد زکریا رحمه الله کتاب

د درود او سلام ښکلې وظیفه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close