د دفاع او کورنیوچارو د وزیرانو څرګندونې او د طالبانو غبرګون

طالبانو دغه راز ادعا کړې چې د غزني ښار د شالیز او اورزه ترمنځ ۳ پوستې ، دریګ ریشن په نامه درۍ پوستې او د کابل- کندهار په سړک ۵ پوستې یې نیولې او د کابل کندهار لویه لار  د ګډوځواکونو پرمخ لا کلکه تړل شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۲۲)

نن په یوه خبری کنفرانس کې د کورنیو چارو وزیر اویس احمد برمک او د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي راڅرګند شول او په غزنی کې د روان وضعیت په اړه یې څرګندونې وکړې.
د کورنیو چارو وزیر د طالبانو له خوا د محبس امنیې قوماندانۍ او نورو نظامي ځایونو د نیولو ادعاوې په يومخیز ډول رد کړې او زیاته یې کړه چې د غزني ښار یې په لاس کې دی او دتازه دمو ځانګړو ځواکونو په مټ چې د ده په خبره اوسمهال غزني ته رسیدلي،وضعیت به په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې بیرته عادي خالت ته ور وګرځي.

نوموړی وویل؛ په غزني کې مو یواځې ۷۰ تنه پولیس وژل شوي چې په خبره یې دا دومره لوی شمیر نه دی.

په ورته وخت کې د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي هم خبرې وکړې او د طالبانو له خوا د ښار په نیولو کې یې د امنیتي ارګانونو پر ناکامي اعتراف وکړ.
نوموړي یوځل بیا د تیر په څیر له کوم ځانګړی تشخیص پرته ادعا وکړه چې په غزني او د هیواد کې په نورو برخو کې یې له ۲۰ نړیوالو ډولو سره جګړه ده او په وینا یې چې په داسې جګړو کې د امنیتي ځواکونو تلفات هم حتمي دي.

دفاع وزیر هم د ۱۰۰ تنو ملي اردو ځواکونو د وژل کیدو او او له ۲۰ تر ۳۰ پورې ملکیانو دغه راز د نږدې ۲۰۰ طالبانو د وژل کیدو ادعا وکړه.

خو طالبانو دا ټولې ادعاوې رد کړې او ویاند یې ذبیح الله مجاهد څو شیبې وړاندې په یوه لنډ لیکلي پیغام کې یې ویلي؛

“دغزني د ښار په اړه د کابل ادارې د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو خبرې او ادعاوې حقیقت نلري او د لارې د تړل کیدو له امله غزني ته هیڅ کومکي قوه نه ده رسیدلې.“

نوموړی وویل؛ په غزني ښار کې په باقي پاتې عسکرود محاصرې کړۍ لا تنګه شوه او په وینا یې چې همدا اوس له لسګونو عسکرو سره د تسلیمۍ خبرې روانې دي

“دښمن محاصره شوي اشخاص غوښتنه کوي چې مجاهدین د تيښتې لار ورکړي. “

طالبانو دغه راز ادعا کړې چې د غزني ښار د شالیز او اورزه ترمنځ ۳ پوستې ، دریګ ریشن په نامه درۍ پوستې او د کابل- کندهار په سړک ۵ پوستې یې نیولې او د کابل کندهار لویه لار  د ګډوځواکونو پرمخ لا کلکه تړل شوې

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close