د دفاع وزارت تازه بریدونه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۳۰) ولسشمر غني د اختر په دويمه ورځ وويل، له طالبانو سره يې اوربند تر نامعلومې مودې وغځوه خو د روانې جون مياشتې په اوولسمه د ارګ له لوري په خپره شوې اعلاميه کې وويل شول، چې غني د ملي امنیت شورا په غونډه کې پريکړه وکړه چې اعلان شوی اوربند به يواځې تر لسو ورځو پورې وي.

غني له طالبانو هم د اوربند د غځولو غوښتنه وکړه خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد د جون د اوولسمې ڼيټې په ماښام د اوربند د ختمولو اعلان وکړ او ويې ويل چې ” خپل عادي عملیات” به بیا پیل کړي.

مهمه خبره دا ده چې د ولسمشر له لوري د اوربند پريکړه شوې خو د دفاع وزارت له لوري د هېواد په بېلابېلو سيمو کې پر وسله والو طالبانو هوايي او توپچي بريدونه او عمليات دا په ډاګه کوي چې د ولسمشر د لس ورځيني اوربند پريکړه دفاع وزارت نه ده عملي کړې او په ډيری ولايتونو کې يې اوربل کړی دی.

دفاع وزارت تېره ورځ له فراه ولايت څخه د هوايي او پوپچي بريدونو راپورونه ورکړي و چې په وينا يې لسګونه وسله والو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

دغه راز تازه يې په ټويټر پاڼه د غزني، سرپل او ځينو سيمو کې د طالبانو پر خلاف د عملياتو او پر هغوی د بريدونو راپورونه ورکړي دي.

طالبانو تر اوسه د دفاع وزارت له لوري په عملياتو کې هغوی ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي خو له اوربند وروسته يې په ځينو ولايتونو کې د يو شمير پوستو د نيولو او لسګونو عسکرو د وژل کېدو راپورونه ورکړي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close