د دوستم او احمد ایشچي مسئله اوس برخلیک ټاکونکي پړاو ته رسیدلې

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲۷) صابر خپلواک
د جمهوري ریاست دلومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم او احمد ایشچي مسئله اوس مهال برخلیک ټاکونکي پړاو ته رسیدلې ده.
احمد ایشچي وایي، اوس داسې وخت را رسیدلی، چې لویه څارانوالي باید د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال د نیولو حکم صادر کړي.
نوموړي رسنیو ته د خبرو پر مهال وویل، څو ورځې وړاندې د جنرال عبدالرشید دوستم لخوا څو تنه قومي مشران د ده کور ته د بښنې لپاره ورغلي وو، تر څو له دې قضیې تیر شي، احمد ایشچي ورته ویلي وو، قانون باید په ټولو يو ډول پلې شي، که زه مجرم یم نو قانون باید پر ما تطبیق شي، او جمهور رئیس وعده راکړې، چې قانون به پلې کیږي.
احمد ایشچي وایي، د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال د جرم د ثابتولو لپاره ډېر دلایل لري، او له عدلي او قضایي ارګانونو څخه غواړي، چې له ویرې پرته دا قضیه د اساسي قانون له مخې نهایي کړي.
هغه زیاته کړه د خپل شخصیت د بیرته لاس ته راوړلو لپاره به زه خپلې مبارزې ته دوام ورکړم، که چېرته د عدلي او قضایي ارګانونو پرېکړه قناعت بښونکي نه وي او مجرم ته مجازات ور نه کړل شي، نو نړیوالو محکمو ته به خپله موضوع وړاندې کړم، او په هېڅ ډول به له خپلې مبارزې تیر نشم.
د جنرال دوستم او احمد ایشچي مسئله تر هغې وروسته رسنیزه شوه، چې ایشچي رسنیو سره په خبرو کې ادعاء وکړه، چې د جنرال دوستم د ساتونکو لخوا تر وهلو وروسته زنداني او بیا له جنسي ځورونې سره مخ شوی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close