د دوستم ویاند: دوستم خفه دی، ولې د ده غوښتنې نه دي منل شوي

کابل ټکی کام ۱۵سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د ولسمشر د لومړي مرستیال او د ملي جنبش د ګوند د مشر جنرال عبدالرشید دوستم ویاند بشیر احمد تیینج رسنیو ته ویلي دي چې دوستم له حکومت څخه ځکه خفه شوی چې د ده غوښتنې یې نه دي منلي.
تیینج وايي، که چیرې حکومت د ده غوښتنې و نه مني، نو له سخت غبرګون سره به مخ شي.
د ملي جنبش ګوند ویاند وایي چې د جنرال دوستم د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري ور سره په شویو ژمنو د نه عمل کولو له امله د خپلو پلویانو له خوا تر سخت فشار لاندې دی.
تیینج د جنرال دوستم له حکومت څخه کړې غوښتنې (د ځوانانو د بې روزګارۍ ستونزو هوارېدو لپاره د ځوانانو چارو وزارت را منځته کول او په ۴ زونونو کې ملي اردو، ملي پولیس، ملي امنیت، ولسي پاڅون کوونکي او سیمه ییز پولیس په وسلو او وسایلو باندې په پوره مانا سنبالول) یادې کړې.
تیینج زیاته کړه چې د افغانستان حکومت کې ترک قوم ته ونډه نه ور کول کیږي، چې د دوستم د خفګان لوی لامل شوی دی.
تیینج رسنیو ته مدعي شوی او ویلي یې دي چې د ولسمشر غني په بریالیتوب کې ډېر رول ترک قوم لوبولی دی.
نوموړي وویل چې ترک قوم له افغان حکومت څخه د یوه مهم وزارت لکه امنیتي، اقتصادي او یا تحصیلي وزارت غوښتونکی دی، خو لا هم ولسمشر د دې په اړه په کړیو ژمنو عمل نه دی کړی.
تیینج د جنرال دوستم او د ترک د قوم یو بل د خفګان لامل دا وښود چې د معینیت، ریاست او سفارت په بستونو کې ترک قوم ډېر کم تر سترګو کیږي.
تیینج د هغو راپورونو په هکله وویل چې ګواکي جنرال دوستم مهمې ناستې تحریم کړې، «دا ډول خبرې هیڅ بنسټ نه لري، او په کلکله یې ردوم.».
د یادولو ده چې جنرال دوستم د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې د ولسمشر غني معاون وو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close