د دوستم پلويانو د کابل- مزار لويه لار تړلې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۶) د دوستم پلويانو د سمنګان ولايت په مربوطاتو کې د کابل- مزارشريف تر منځ لويه لاره تړلې او د نظام الدين قيصاري د نيولو پر غبرګون يې لاريون پيل کړی دی.

ځايي خبري سرچينې وايې، معترضينو د سمنګان له ټولو واټونو او دولتي ادارو څخه د ولسمشر غني انځورونه ليرې کړي، پر لويه لاره يې د موټرو ټيارونو ته اور ورته کړی او غوښتنه کوي چې قيصاري دې ژر تر ژره خوشې شي.

شاوخوا پنځه ورځې مخکې ځانګړو ځواکونو په شمال کې د دوستم استازی او پیاوړی قومندان نظام الدين قيصاري له لنډې نښتې وروسته ونيو او کابل ته يې ولېږدوه.

د دفاع وزارت وايي، نوموړي حکومتي کسان په مرګ ګواښلي او په فارياب کې يې ولسي خلک زورولي زياتوي چې قیصاري څارنوالۍ ته معرفي شوی او خپل سپيناوی به وکړي.

له تېرو څلورو ورځو راهيسې د دوستم پلويانو د قيصاري د خوشې کېدو په غبرګون لاريونونه پيل کړي چې په دې جريان کې يې وړمه ورځ د فارياب ولايت د مقام ودانۍ ته اور ورته کړ او د ودانۍ په ګډون ځينې دولتي وسایط هم پکې وسوځول شول.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close