د دولت بې وسه وعدو بهر ته د تلونکو افغانانو شمېره  زياته کړه

« سرليکنه »

يوه مياشت د مخه  د المان  د کورنيو چارو وزير په افغانستان کې د دوه ورځني سفر په دوران کې دلته کابل کې مطبوعاتي کنفرانس ته وويل ، چې المان غواړي يو شمېر هغه افغانان  چې  زمونږ د قانون له مخې  په قانوني اسنادو نه لرلو ميشت شوي دي، له خپله هیواده راباسو چې دا شمېره په روان کال ۲۰۱۵ز کې دنورو کلونو په نسبت څو چنده زياته شوې ده.

دا رنګه اورپايي هېوادونو ته د تلونکو افغانانو د هغه راپورونو له مخې  چې د ترکيې او يوناني چارواکو لخوا ورکول کېږي او د دې دواړو هېوادنو په اوبو کې  ژوند له لاسه ورکوي. دانديښنې سبب ګرځيدلی دی.

 په دريو کلونو کې  په افغانستان کې د روانو ناامنيواو بې روزګاريو له امله  تر يونيم  لک  زیات افغان ځوانان له هېواده وتلي دي، چې زيات شمېر يې  په مرګونو لارو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

اوس چې د ملي يوالي په حکومت بهر ته د نا امنيو او بې روزګاريو له امله نيوکې زياتې شوي دي.

 د کډوالو د چارو وزارت ويلي ، چې هيڅ يو افغان به زمونږ سره د تفاهم  پرته  له هېواده  را ونه ايستل شي.

د ملګرو ملتونو د سروې مطابق د دري لسيزو را په ديخوا تر ۲۵۰ زرو پورې افغانانو په  اروپايي هېوادونو کې  پنا اخيستې ده او انديښنه  ده چې د قانوني اسنادو په نه لرلو سره به لومړی المان او بيا نور اروپايي هېوادونه افغانان له خپلوهېوادونو را باسي.

تېره ورځ د کډوالو د چارو د وزارت مطبوعاتي سلا کار حفيظ الله مياخيل يوې مطبوعاتي غونډې ته وويل : تر او سه پورې زموږ او د اروپايي ټولڼی ترمنځ  د افغان کډوالو په اړه کومه هو کړه نده شوې او تر څو چې مو دتفاهم په نتيجه کې کومه هوکړه نه وي کړي يوهيواد هم افغانان نه راباسي.

د کډوالو د چارو وزارت د مخه هم افغانانو ته وعدې ورکړي دي خو نه يوازي دا چې بهرته پناو وړونکي افغانان  ايستل شويدي چې بلکې په زندانونو کې ورسره غيرانساني چلندهم شوی دی.

دکډوالو د چارو وزارت  څو ځلي په ايران کې پشتو افغان کډوالوسره د ايراني  چارواکو سره دليدنې وروسته وعدې ورکړې چې له ايرانه به يې نه راباسي خوايران نه يوازي دا چې افغان کډوال يې له ايرانه په زور ايستل  ؛ بلکې د اعدام شوو افغانانو جسدونه يې هم افغانستان ته راولېږل.

د کډوالو چارو وزارت مطبوعاتي سلا کار يو ځل بیا بهرته تلونکو افغانانو ته  وعده ورکړه چې څوک به يې په زورنه راباسي يوڅه موده چې له بهره  د افغانانوپه زوردرااستني راپورونه ورکول کيدل بهرته دافغانانوپه تلوکې کمبت راغلی و؛ خو اوس چې دکډوالو د چارو وزارت د نه راستلوو عده ورکړه بيابه بهرته د ځوانانو تلل زيات شي چې يوڅه شميره يې زيات شوي دی او د يوې وعدې د پوره کيدا وس هم نه لري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close