د دوه سري دولت له اسیرانو سره مظالم په زندان کې«حقیقي کیسه»

خالد وزیروال

حقیقي کیسه

د بشریت او انساني حقوقو تش په خوله دعوه داران چې بشري حقوق یې تش تور شعار ګرځولی؛ خو د پردې تر شا انسانیت او بشریت ددوی په وحشیانه او څېروونکو پنجو داړلی پروت دی، چې انسانیت ترې شرمیږي د هغه مظالمو له ډلې یې یو هم دغه دی کوم چې یو زنداني ورور یې له زندانه رامسج کړی، چې ظالم او مرتد حکومت په محتلفو جرمونو بې ګناه خلک په زندانونو کې اچولي او شل شل کاله قیدونه یې ورکړي .

او بیا نن سبا دیموکراسۍ هم خلک له ایمان غیرت پښتو نه خلاص کړي.

مونږ سره د پلچرخي زندان شپږم بلاک کې داسې ډیر خلک بندیان دي، چې په  کور کې سرپرست او څښتن نلري، ښځه بچي یې په بازارونو کې سوال کوي  خیرات غواړي .

دلته ډیرې ښځې خپلو خاوندانو پسې  زندان ته راغلې،  چې ستا قید شل کاله دی او زه ځوانه ښځه نوره تاته نشم کښېناستلی لهذا ماته طلاق راکړه. او ډیرو ښځو د دغسې مجبوریو او ناخوالو له امله د مېړونو نه طلاق واخیست او پر خپله مخه ولاړې .

په دغه کار کې د عسکرو پوره لاس لیدل کیږي او ددغه طلاقو شوو ښځو له ډلې یې بعضو له عسکرو سره ودونه کړي.

د همدغه بندیانو له ډلې دلته مونږ سره یو بندي و، څو ځله یې ښځه راغله او د طلاق غوښتنه یې له خپل خاوند نه  وکړه خو د ښځې خاوند د کورني مشکلاتو او  ستونزو له امله دېته  غاړه نه کیښوده چې ښځې ته طلاق ورکړي .

نو ښځې د باندې بل کس سره د واده خبره وکړه؛  خو دا بندي خاوند یې له دې موضوع نه و خبر.

پرون د چهار شنبې په ورځ  د هغه بندي  ښځه راغله  او د سهار د نهو بجو نه د غرمې تر دولس بجو پورې خپل خاوند سره په خیمه کې پاتې شوه.

دا ښځه د خپل خاوند ملاقات ته راغلې وه،  نو دې ښځې ځان سره پټ زهر راوړي وو . حالانکې بهر نه راتلونکي خلک په دروازه کې کلک تالاشي کیږي غیر قانوني شی دننه زندان ته نه پرېښودل کیږي آن د خوراک شی لومړی په دننه تلونکو کسانو لږ خوري او بیا دننه اجازت ورکوي، نو معلومه خبره ده چې عسکر ددغه زهرو  دننه کولو اجازه ورکړې او دغه عسکر په دې جنایت کې ښکېل لیدل کیږی .

بهر حال دغه ښځې خپل خاوند  ته  په ډوډۍ یا چایو جوش کې دغه زهر ورکړل، په یوه بجه زمونږ ملاقات ختم شو پیوزان واپس لاړل او په څلور بجې  هغه بندي او اسیر میړه یې  په زندان کې په حق ورسید.

انا الله وانا الیه راجعون

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close