د دوو بنو کیسه

د دوو بنو کیسه

حامد افغان

امام ابن الجوزي رحمه الله په خپل کتاب (صفة الصفوة) کې د بغداد د دوو بنو جالبه کیسه راخیستې ده، زه یې تاسو ته پښتو کوم، دی لیکي په بغداد کې یو رخت پلورونکی و، دی یوه ورځ په خپل دکان کې ناست و چې یوه پیغله ورته راغله، له ده نه یې یو رخت وغوښت، ده هغه ورکړ له هغې سره د خبرو په مهال هغې له خپل مخ نه نقاب یا مخپوټونی لري کړ، دکاندار یې چې مخ ولید حیران پاته شو، او ورته ویې ویل: باور وکړه ستا ښکلا زه هک پک حیران کړم، هغې هم ورلنډه کړه او ورته ویې ویل:

که منې زه هم اصلا د څه شي اخیستلو ته نه یم راغلې زه دا څو ورځې بازار ته د دې له پاره راځم چې یو سړی خوښ وکړم او واده ورسره وکړم، او دا څو ورځې کیږې ته مي خوښ شوی یې زه مال او شتمنې هم لرم ایا ته غواړې زما سره واده وکړې؟ هغه ورته وویل: ما دخپل تره له لور سره واده کړی ده او له هغې سره مي وعده کړې ده چې بن به نه ور باندي کوم، او له هغې مي یو زوی هم ده، دې ورته وویل: زما سره واده وکړه او زه په دې هم راضي یم چې په اونۍ کې دوه شپې ماته راځي نورې له هغې سره کړه، دکاندار راضي شو واده یې ورسره وکړ.

کورته ولاړ ښځې ته یې وویل: نن مي له خپلو څو ملګرو سره وعده کړې ده نیت لرم له هغو سره شپه تیره کړم، ماسپښین ولاړ او د خپلې نوې ناوې کره یې شپه ورسوله، دکاندار به هره اونۍ خپلې زړې میرمنې ته پلمې کولې او په یوه بله بهانه به یې هغې ته دوه ورځې ور خلاصولې په دې کې اته میاشتې ووتلې، اخیر یې زړه میرمن او د تره لور د ده په کړنو شکمنه شوه، یوه ورځ یې خپلې مینځې ته وویل: کله چې سړی ووځي ته له شا ورپسې شه چې دی چیرته شپه وړي، کله چې هغه ووت مینځه یې له شا پټه پسې ووتله، سړی د خپلې نوې میرمنې کورته ننوت، مینځې یې له یوه ګاونډي نه پوښتنه وکړه چې دا کور دچا ده هغه ورته وویل دا دیوې پیغلې کور ده دا څه موده یې د ښار له تاجر سره واده کړی اوس دا او هغه دلته اوسي، مینځه بیرته کورته ولاړه او د دکاندار مشرې ښځې ته یې کیسه وکړه. هغې خپلې مینځې ته وویل ګوره په دې کیسه څوک در نه خبر نشي پټه یې وساته.

مشرې ښځې یې میړه ته په دې اړه هیڅ هم ونه ویل ژوند روان و ترڅو چې یو کال پوره شو، کال وروسته سړی ناروغ او مړ شو، د دکاندار ټوله شتمني اته زره دیناره وه مشرې ښځې یې په دې مال کې د زوي دمیراث برخه اووه زره دیناره ځان ته کړل او هغه یې زوی ته کېښودل، پاته زر دیناره یې دوه ځایه کړل، پنځه سوه یې ځان ته کړي او پنځه سوه دیناره یې مینځې ته ورکړل چې دا هغې نوې ښځې ته ور وړه او ورته ووایه چې میړه دي مړ شو د هغه ټوله شتمنې اته زره دیناره وه اووه زره یې د زوی شوې پنځه سوه زما او دا پنځه سوه دهغه په مال کې ستا دمیراث حق ده.

مینځه روانه شوه د هغې کورته ورسیدله دروازه یې ور وټکوله کورته یې ننوتله، د سړي د مړیني کیسه یې ورته وکړه او وروسته یې د میراث د ویش ورته وویل او دا چې دا ستا حق ده، هغې د خبر په اوریدلو وژړل او یو صندوق یې راواخیست، له هغه نه یې یوه پاڼه را واېستله او مینځې ته یې وویل: ولاړه شه او خپلې بادارې ته دي زما سلام وایه او بیا ورته ووایه چې زه هغه طلاق کړې وم، او ماته یې دا پاڼه لیکلې ده چې زه د هغه په مال کې د میراث حق نلرم، مینځه ولاړه او هغې ته یې کیسه بیان کړه.

له دې کیسې نه یوه لویه ګټه ترلاسه کولی شو او هغه د دې دوو بنو صداقت او رښتینولي ده امام ابن الجوزي د دې کیسې عنوان داسي لیکلی ده، عابدتان من بغداد، یعني د بغداد دوه عبادت کوونکي ښځې، د دوی د عبادت یې نور تفصیلات نه دي لیکلي خو دا چې لومړۍ په صداقت سره د میړه په مال کې د هغې بلې برخه هغې ته بیله او ور ولیږله او دویمې هم حقیقت ورته ښکاره کړ چې دايې د میراث له حقه تیره شوې ده او حق یې نده، د صحابه کرامو او تابعینو په تاریخ کې موږ داسي نورې بیلګې هم موندلی شو چې دوو بنو به په خپل منځ کې د الله د دین له لارښوونو سره سم ژوند کاوه، متاسفانه زموږ په ټولنیز ژوند کې له نورو ډیرو ګمزوریو سره یوه هم د دوو بنون ترمنځ ستونزې او ناسم چلند ده، دا ستونزه که څومره د دوی له خوا وي همدومره یې د میړه له خوا وي، هغه په شرعي توګه د ښځو ترمنځ عدل او قسمة سم نه مراعت کوي او په سبب یې مختلف مشکلات رامنځته کیږې. زموږ راتلونکې لیکنه به د بنو په منځ کې په عدل او قسمت باندي وي باذن الله.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close