د دوو ډاکټرانو ناروغ حکومت

خاموش

په هېواد کې له ناامنيو ټول هېوادوال سرټکوي چې هر څه یې په خطر کې دي. خو حکومتي چارواکي بيا په دې اندېښمن دي چې د نورو هېوادونو په څېر له هېواده ايران ته ډالر په قاچاقي توګه وړل کېږي. په يوه مياشت کې د ٥٠٠ پوځيانو په وژل کېدو به دومره اندېښمن نه وي لکه ايران ته د ډالرو په قاچاق چې اندېښمن دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی، تداميچي ياماماتو، بيا په دې اندېښمن دی چې د پارلماني ټاکنو لپاره ورځ په ورځ حالات خرابيږي او هم د پارلماني ټاکنو پر خلاف هلې ځلې روانې دي. په ځینو ولاياتو کې د ټاکنو د کمېسيونونو دفترونو په تړل کېدو یې اندېښنه ښوولې ده، وايي د دوو ډاکټرانو حکومت ته به زيات تاوان ورسوي.

خو ولسي وګړي بيا په دې اندېښنه لري چې واک د دوو ډاکټرانو په لاس دی او هم د دوو ډاکټرانو حکومت ورته ويل کېږي، خو د سرخوږ او ملادرد لپاره یې ولس نورو هيوادونو ته روان وي او هلته بې خرته لګښتونه کوي، چې د هېواد زياته پانګه بهرنيو هېوادونو ته د ناروغانو په کرايه، اوسېدنې او درملنو مصرفيږي.

بله دا چې په نړيواله کچه د ګوزڼ مرض مهار کړل شوی دی. هغه هېوادونه چې په ټوله نړۍ کې په ګوزڼ اخته هېوادونه ياد کړل شوي هغه پاکستان، نایجېريا او افغانستان دي، خو په نايجېريا کې سږ کال د ګوزڼ يا پوليو مرض صفر ته راکښته شو او په پاکستان کې هم صفر ته نږدې دی، خو په افغانستان کې  چې د دوو ډاکټرانو حکومت دی د پوليو يا ګوزڼ مرض ١٣ پيښې پکې ثبت شوې دي. افغانان مني چې د دوو ډاکټرانو حکومت دی.. خو ناروغه حکومت.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close