د دویم خلیفه”عمر فاروق”(رضی الله عنه) د “عدل” یوه بېلګه

ژباړه: حمد الله(دانشـمند)
(“طلحة بن عبد الله” (رضي الله عنه) فرمایي: یوه شپه عمر (رضي الله عنه) له تیارې نه په استفادې له کوره ووت، زه ور پسې شوم، نوموړی(رضي الله عنه) یو کورته ننوت، چې کله سبا شو، و هغه کورته و رغلم، ناڅاپه مې سترګې په یوه ړنده او شله بوډۍ و لګېدې، ورته کړه مې: د اسړی(عمر رضی الله عنه) د څه له پاره تا ته راځي؟
بوډۍ راته کړه: ” هغه له فلانکي مهال نه زما کور ته راځي، زما د اړتیا وړ توکې راته راوړي، او زما د کور خاورې خزلې د باندې باسي”.
ځان ته مې کړه: مور دي بوره شه اې “طلحة!” ته په عمر(رضي الله عنه) کې د ناوړه کړنې موندلو په لټه کې یې؟).
له یادې رښتینې کیسې نه د عدل تر څنګ د یاد خلیفه(رضي الله عنه) لاندې سپېڅلې عادات(خویونه) څرګندېږي:
(ا)-  یاد خلیفه-رضي الله عنه) له ریا ځخه په کامله توګه کرکه لرله.
(ب)- هغه مبارک له لوړ منصب او مقام سره، له زیاتې تواضع (خاکساري) نه برخمن وو.
(ج)- هغه(رضي الله عنه) به د اړو خلکو اړینې اړتیاوې پوره کولې.
(د)- هغه (رضي الله عنه) به د اړو، ضعیفو وګړو خدمت په خپل لاس کاوه.
دا راز یاده کیسه مونږ ته ښودنه کوي، چې د چا منفي اړخ مه څېړئ. که کله یو ناوړه کار تر سره کړئ نو خپل ځان ته هم باید د ملامتیا ګوته و نیسئ! له ستر څښتن نه غواړم، چې په “عمري” تګلاره یون را په برخه کړي! او د همدې سپېڅلي بهیر پیروان مو کړي! …
ماخذ: [مناقب: ص۶۸، والحدائق: ص ۳۶۴، والحلیة: ۱/۴۸] .
ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close