د دیني علم برکتونه

لیکوال: استاذ نورالله خان احمدزی

 علم د رڼا، سعادت، نیکمرغۍ، بریالیتوب، خوښۍ، او خیر لار ده. په اسلام کې د علم او د علماوو په هکله ډېر فضایل او تاکید راغلی.

 قرآن کریم په دې هکله داسې مهرباني کوي: قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لاَ يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُوْلُوا الأَلْبَابِ (الزمر ۹ ) ووايه ای محمده! : ایا هغه کسان چې پوهېږي او هغه کسان چې نه پوهېږي سره برابر دي؟ بېشکه چې پوهان پند اخلي. له الله تعالی څخه څوک وېرېږي؟ قرآن یې داسې ځواب وایي: إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ (فاطر: ۲) . ژباړه : يقيناً د الله جل جلاله څخه د هغه پوه بنده ګان، لکه: (د شريعت په ضروري احکامو پوه وي ) وېرېږي. الله تعالی ته خوښ خلک او چې ډېر یې نازوي هغه د علم څښتنان دي، قرآن یې داسې بیان کوي: يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ ( المجادله ۱۱ ) هغه کسان چې ايمان يې راوړی دی او پوهه ورکړل شوې ده الله جل جلاله يې درجې لوړوي. په اسلام کې د نر او ښځې لپاره د اسلامي شريعت د ضروري احکامو زده کړه فرض ده. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: طلب العلم فريضة على كلّ مسلمٍ. د علم طلب یا لټونه په هر مسلمان لکه، (نر او ښځې ) باندې فرض دي . له پورتني حديث څخه د اسلامي شريعت ضروري علم مراد دی لکه : عقاید، د طهارت ضروري مسایل ، لمونځ، روژه ، زکات او د حج احکام، ضروري معاملات،اسلامي آداب، د حلال او د ګناهونو او همداسې د حرامو پېژندل او داسې نور . له دې کبله په مور او پلار یا د کورنۍ بل مسئول او مکلف شخص باندې دا لازمه ده چې خپل اولاد او بچیانو ته د اسلامي شریعت ضروري مسایل او احکام ور زده کړي او همداسې دوی ته د حلالو او حرامو تو پیر ور وپېژني، د دین بنسټیز او مهم شیان ور وښیي همداسې دوی عبادت باندې روږدي کړي او له هر ډول ناروا څخه یې منع کړي او له ټولو سترو ګناهو څخه یې خبر کړي، لکه: زنا، غیبت، بهتان، غلا، لواطت، شراب، قتل، سود، او داسې نور…………

 د علم او علماوو د فضیلت په هکله ځینې احادیث: رسول اکرم صلی الله عليه وسلم فرمايي: مَنْ يُرِدِ اللَّهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ، وَإِنَّمَا أَنَا قَاسِمٌ وَاللَّهُ يُعْطِي، وَلَنْ تَزَالَ هَذِهِ الأُمَّةُ قَائِمَةً عَلَى أَمْرِ اللَّهِ لا يَضُرُّهُمْ مَنْ خَالَفَهُمْ حَتَّى يَأْتِيَ أَمْرُ اللَّهِ. (بخاري: ۳۱۱۶) . چا ته چې الله تعالی د خير اراده وکړي نو په دين کې پوهه ور په برخه کړي، رښتيا ده چې زه يوازې ويشونکی يم یعنې ( د علم شريعت ) او الله تعالی اصلي ورکونکی دی، او دا امت به همداسې قايم او استوار وي او د مخالفانو مخالفت به دوی ته ضرر و نه رسوي تر هغه پورې څو قيامت را شي. لاندې بل حدیث هم د علم د فضیلت په هکله روایت شوی: مَنْ جَاءَ هُ الْمَوْتُ وَهُوَ يَطْلُبُ الْعِلْمَ لِيُحْيِی بِهِ الاِ سْلاَمَ فَبَيْنَهُ وَ بَيْنَ النَّبِيِيْن دَرَجَةٌ وَاحِدَةٌ فِی الجَنَّةِ . (مشكاة المصابيح ۲۴۰ اسناده مرسل) ژباړه: چا ته چې مرګ ورسیږي او هغه تر دې وخته پورې د علم په طلب او لټونه کې وی چې د هغه په واسطه اسلام را ژوندی کړي د هغه او د پېغمبرانو په منځکې به يوه درجه توپېر په جنت کې موجود وي او هغه د نبوت درجه ده. تَدَا رُسُ الْعِلْمِ سَاعَةً مِّن اللَّيْلِ خَيْرٌ مِنْ اِحْيَآ ءِهَا (مشكاة المصابيح: ۲۴۷ ) . ژباړه: يوه ګړۍ په ديني علم کې مذاکره کول له دې نه ښه دي چې ټوله شپه په عبادت ويښه تېره شي. مَنْ خَرَجَ فِیْ طَلَبِ الْعِلْمِ فَهُوَ فِی سَبِيْلِ اللهِ حَتَّی يَرْ جِعَ . (مشكاة المصابيح ۱/۱۵۵ ، الترمذي ۲۶۴۷ ) ژباړه : څوک چې د علم حاصلولو په غرض له کور څخه ووځي تر بېرته راګر ځيدلو پورې د الله تعالی په لاره کې دی یعنې تګ او بیرته راتګ يې ټول په ښېګڼو کې شمېرل کېږي. د علم د ترلاسه کولو چې څومره فضایل بیان شویدي همداسې د علم او د حق پټولو پخاطر سخت وعید او د عذابونو ژمنه او یادونه هم شوې. مَنْ سُئلَ عَنْ عِلْمِ عَلِمَهُ ثُمَ کَتَمَهُ اُلْجِمَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ بِلِجَامٍ مِنْ نَّارٍ . (سنن الترمذي ۲۶۴۹، الترغيب والترهيب ۱/۹۷ ) . ژباړه: څوک چې ديوه عالم نه پوښتنه وکړي او ده ته د هغه علم وي او هغه پټ کړي نو د قيامت په ورځ به يې په خوله کې د اور قيضه ور واچولی شي. همداسې علم ددې لپاره باید ترلاسه نکړای شي تر څو نور خلک ور باندې ملامت یا پاتې راوستل شي: نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: مَنْ طَلَبَ الْعِلْمَ لِيُجَارِىَ بِهِ الْعُلَمَاءَ أَوْ لِيُمَارِىَ بِهِ السُّفَهَاءَ أَوْ يَصْرِفَ بِهِ وُجُوهَ النَّاسِ إِلَيْهِ أَدْخَلَهُ اللَّهُ النَّارَ. رواه الترمذي ژباړه: کوم شخص چې ددې لپاره علم زده کړي تر څو د علماوو سره مقابله وکړي او یا د بې عقلانو سره جګړه پرې وکړي او یا خلک خپلې خواته متوجه کړي نو الله تعالی به دی په اور کې داخل کړي. په اخير کې د یو دیني طالب العلم کېسه درته لیکم تر څو ټول ور څخه عبرت واخلو. شیخ الاسلام علامه شمس الحق الافغاني رحمه الله به فرمایل چې د دارلعلوم دیوبند د حدیث د برخې یو طالب العلم وفات شو …. هغه د افغانستان اوسیدونکی و، جنازه ور باندې وشوه او هلته دفن کړای شو … د هغه ورثه و ته یې لیک واستوه …. واټن لرې و او لیک نږدې شپږ میاشتې وروسته هغوی ته ورسېد … د هغه خپلوان راغلل … مهتمم صاحب قاري محمد طیب سره د هغوی لیدنه وشوه او هغوی غوښتنه کوله چې خپل مړی له قبر څخه راوباسي او له ځان سره یې افغانستان ته یوسي … مهتمم صاحب ډېر وپوهول خو هغوی پخپل ضد ول … هغوی خبره نه منودله نو مهتمم صاحب دوی ماته راولیږل ماهم هغوی ډېر وپوهول خو هغوی ویل چې یا به موږ خپل مړي وړو اویا به موږ ټوله کورنۍ دلته راوړو ــ لدې څخه کومه بله لار نشته ماورته وویل چې تاسو ځئ …. د الله بنده ګانو! …. تاسو نو د الله تعالی راز ښکاره کوئ کله چې قبر پرانستل شو نو له شپږو میاشتو وروسته هم مړی پخپل کفن کې سالم پروت و اوله هغه څخه اعلی خوشبويي راتله … د مړي جسد په صندوق کې کېښودل شو او په احترام له مړي سره یو طالب العلم هم واستول شو … د لاهور له لارې پيښور ته تګ و …. دپيښور ریلوې سټیشن پولیسو چې دا صندوق ولیده نو هغوی وویل چې دا مړۍ نده بلکه دا کستوري یا مشک دي چې تاسو یې قاچاق کوئ پولیسو چې صندوق خلاص کړ نو هلته د حدیث د دورې طالب العلم و او له هغه څخه خوشبويي راتله ــ دا حال خو د حدیث د طالب العلم وو اوس د تصویر دوهم مخ وګورئ !…. په همدغه ورځ د پيښور د یو نواب ځوی مړۍ چې له برتانیې څخه هوایي میدان ته را رسېدلی و هغه د انګریزي یا دنیوي تعلیم د زده کړې لپاره بهر ته تللی و خو له مړینې څخه یې درې ورځې تېرې شوې وې لیکن د بدبويي او عفونت یې داسې حال وه چې د هغه نږدې خپلوان هم د هغه کټ ته نږدې نه ورتلل نوبت دغې خبرې ته راغی چې په مزدورانو یې یوسي او هغه خښ یا دفن کړي …. حضرت علامه الافغاني رحمه الله لیکلي چې خلکو له دغې پیښې ډېر عبرت واخیست او د دیني علومو د ترلاسه کولو شوق او مینه په خلکو کې لا نوره هم پیاوړې شوه.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close