د دې جګړې ګټونکی به څوک وي؟

سلمان افغان

‎امریکا او لاسپوڅې اداره يې ښه پوهېږي چې د افغانستان په جګړه کې ګټونکي نه دي ، او کله به هم دوی ګټونکې نه شي ځکه چې دوی د طالبانو په مشرۍ د افغان ولس په وړاندې کله هم خپله بریا نه تر لاسه کوي، که چېرې د امريکا په مشرۍ په افغانستان د کفري نړۍ  یرغل بریاليتوب ته رسېدونکی وای نو دا اولس کاله جګړه کې به یې یوه وړه بریا تر لاسه کړې وای .

په ۲۰۱م کال کې چې کله امریکایانو په افغانستان باندې یرغل وکړ، ظاهرا د طالبانو حکومت نسکور شو، خو پوځي ځواک او په ولس کې يې پراخ نفوذ له پخوا هم زيات شو.

امریکا که څه هم د طالبانو په وړاندې جګړه کې ورسره د ناټو او سيمې هیوادونو سربېره تش په نوم افغانان هم ملګري وو، خو بیا هم د افغانستان په جګړه کې ماتې خوري، او دا جګړه د دوی په وژلو او رسوايۍ تمامېږي.

امریکا او ناټو تل په افغانستان کې یوه نا څرګنده او نا روا جګړه پرمخ وړي چې هدف یې د بېګناه افغانانو شهیدانول، د ديني مدرسو له لمنځه وړل، او د ديموکراسي کفري نظام په افغان ولس په زور تپل دي.

د کابل اداره هم باید په دې وپوهېږي څومره چې دوی امريکايي اشغالګرو ته وفاداره دي، دومره ورته امریکایان او اشغالګر وفادار نه دي بلکې یوازې خپل هدف ته د رسېدو لپاره ترې کار اخلي.

امریکايي اشغالګر د افغانانو بربادي غواړي ، د افغانستان ورانول غواړي، او د افغانانو بې رحمه وژل غواړي چې دا پروژه د کابل لاسپوڅې ادارې پر مټ پرمخ بیايي، که چېرې امریکا او لاسپوڅې ادره يې د جګړې ګټونکي وای نو د طالبانو لخوا به يې د ولایتونو او ولسواليو د فتحه کېدو مخه نيولې وی. طالبان کولی شي چې هر ولایت او هره سیمه چې وغواړي ونیسي، خپل دښمن ته پکې مرګ ژوبله واړوي، وسلې او پوځي تجهیزات ترې نورو سیمو ته ولېږدوي او بیا ترې د دې لپاره ووځي چې په مناسب وخت کې پرې بیا برید وکړي او درنده مرګ ژوبله بیا ور واړوي، چې دا د طالبانو د پیاوړي نظامي تکيک او ځيرکتیا څرګندونه کوي.

‎کله چې طالبانو غزني ونیو، امریکایانو او لاسپوڅې ادارې يې هڅه وکړه چې غزني ښار ته ننوزي، او تر خپل کنترول لاندې يې راولي خو ونه توانيدل، بالاخره يې د خلکو په کورونو او شتمنیو بریدونه پیل کړل، ځکه چې دوی ټولو افغانانو ته د دښمن په سترګه ګوري.  بالمقابل طالبانو چې کله خپلې موخې ترلاسه کړې نو له پوځي تجهیزاتو، وسلو او هر ډول وسایطو څخه خالی غزني يې ورته پرېښود. خو امریکایان او لاسپوڅې اداره يې تر اخیره ونه توانیدل چې د کابل غزني لاره پرانيزي.

‎اوس نو پکار ده چې هغه افغانې عسکر چې د يو څو ډالرو په ترلاسه کولو  د افغانستان د تباهۍ په خاطر د امریکا په ملاتړ جګړه کوي له دې جګړې دې لاس واخلي ځکه چې دوی د جګړې ګټونکي نه دي، دوی صرف د بېګناه انسانانو ژوند اخلي او بس دوی ته پکار ده چې طالبانو ته خپلې وسلې په ځمکه کېږدي او سوله ورسره وکړي او یا ورسره د خپلې خاورې په ساتنه کې ونډه واخلي، دوی دې نه ځانونه برباد کوي او نه افغان مظلوم ولس.

دوی دې هم د طالب ځواکونو په شان جهاد وکړي تر څو یې نومونه په تاریخ کې ځلانده پاتې شي، که جګړه کوي بیا نو د جګړې توان نه لري ځکه چې ددوی په وړاندې ددې وطن اصیل بچیان ولاړ دي او دا خاوره داسې اصیل بچیان لري چې هیچاته به ددې خاورې د نیولو اجازه ورنه کړي.

ښه ده چې په ډالرو غولېدلي افغانان د جګړې پر ځای د طالبانو په څنګ کې اودرېږي، یا کم ترکمه د اشغالګر له ملاتړه لاس واخلي، ترڅو مو ازادي او خپلواکي په برخه شي.

د یو موټي، سوکاله افغانستان په هیله.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close