د برهان الدین رباني زوی ډانس میوزیک ماسټر او لور یې بیا ماډلنګ کوي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۱) زرغون خوږیاڼی

په دې وروستیو کې د پخواني جهادي رهبر برهان الدین رباني کورنۍ ځان په سیمه کې یوه مخکښه دیموکراته کورنۍ ثابته وي، چې د رباني زوی شجاع رباني په عربي متحده ایالاتو کې د موسیقۍ مرکز مشر او لور یې فاطمه رباني بیا په دوبۍ کې د ماډلنګ(فیش ننداره) ته راووتله.

د برهان الدین رباني «چې د جمعیت اسلامي تنظیم رهبر و» زوی، شجاع رباني چې په استرالیا کې زیږیدلی او همغلته یې د موسیقۍ په برخه کې زده کړي اوس ډانس میوزیک ماسټر دی او غواړي د موسیقۍ له لارې په افغانستان کې د سولې په لاره کې کار وکړي.

شجاع رباني، چې اوس د دوبۍ په شارجه کې اوسي، هیله لري چې په خپل هیواد کې به د ډانس هغې موسیقۍ ته وده ورکړي چې تر اوسه یې دغه هیواد نه پيژني.

شجاع رباني له ازادۍ رادیو سره په یوه مرکه کې ویلي وو، چې دی غواړي د نوې موسیفۍ« الکترو ډانس میوزیک» له لارې افغانان سره یو ځای کړي؛ خو دی ګیله من دی چې په افغانستان کې اوس هم خلک دودیزه او پخوانۍ موسیقي خوښوي.

د شجاع رباني په وینا، افغانستان داسې یو هېواد دي چې خلکو یې له ډير وخت راهیسې سوله نه ده لیدلې او په جګړه کې رالوی شوي، دده په وینا، « موسیقي که په غوږونو ښه ولګیږي په خلکو کې سوله راوستلای شي اوخلک سره یو ځای کولی شي».

تېر کال د شجاع رباني د الکترو ډانس د ختیځې او لویدیځې موسیقۍ دوه البمونه راووتل، چې د نڅا بریښنايي موسیقۍ په نوم یاد شول.

همدارنګه څو ورځې وړاندې د برهان الدین رباني لور فاطمه رباني د دوبۍ په« فیشن ننداره» ماډلنګ کې په داسې حال کې راښکاره شوه چې فیشني کالي یې ننداره چیانو ته ښودل.

په یوه امریکايي مجله کې د دوبۍ د فیشن «هارپر میله» باندې د انا براډي په نوم لیکوالې لیکنه کړې، چې په کې یې د فاطمې رباني انځورونه هم خپاره کړي وو.

په لیکنه کې ویل شوي، چې فاطمه رباني په دوبۍ کې د فیشن تر څنګ د قیمتي ډبرو د صیقل کولو په یوه فابریکه کې کار کوي.

فاطمې د بي بي سي سره په یوه مرکه کې ویلي وو،چې پلار یې یو روشنفکره سړی و« زامنو او لوڼو ته به یې تل سپارښتنه کوله چې خپلو درسونو ته دوام ورکړئ، پوهنه به تاسو ته اجازه درکړي چې نړۍ ته سفرونه وکړۍ، خلک درنه هر شی اخیستلی شي خو پوهه درنه نشي اخیستلای».

برهان الدین رباني د طالبانو د واکمنۍ پر مهال بدخشان ته تښتیدلی و، وروسته د امریکايي ځواکونو سره یو ځای او په لویو هیلو کابل راغی، خو په ۲۰۰۹زکال د کرزي په دوره کې د طالبانو لخوا په یوه سرتیري برید کې ووژل شو.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close