د رجب طیب اردوغان په مشرۍ د عدالت او پراختيا ګوند غوڅ برى ترلاس کړ

 (کابل ټکی کام :دوشنبه ،لړم ۱۱۰ ،۹۴ ۱۳ل) حماس افغان

تېره ورځ د نوامبر په لومړۍ نېټه د ترکيې  په پارلماني ټاکنو کې د رجب طیب اردوغان په مشرۍ د عدالت او پراختیا ګوند  اکثریت ترلاسه کړ .

د لومړنیو غیر رسمي شمېرو له مخې د عدالت او پراختيا ګوند د ٪۴۹.۳ سلنې رايو په ترلاسه كولو سره د تركيې د پارلمان له ۵۵۰ چوكيو څخه  ۳۱۶ چوکۍ ګټلي دي .

احمد داود اوغلو د ترکيې لومړي وزير  په مشرۍ ګوند د حكومت د جوړولو لپاره د پارلمان ۲۷۶ غړو رايو ته اړتيا لري چې په اسانۍ سره كولاى شي چې د راتلونكو ۵ كلونو لپاره د حكومت ټولې چارې په لاس كې واخلي .

په دغو ټاکنو کې د عدالت او پراختيا د ګوند مخالفو ټولو ګوندونوماتې وخوړه په خاصه توګه د تركي ملتپالو او كردي ملتپالو ګوندونو .

د ترکيې په تېرو پارلماني ټاکنو کې چې د ۲۰۱۵میلادي کال د جون په ۷ نېټه ترسره شوې وې د عدالت او پراختیا ګوند د رایو کچه په دغو ټاکنو کې  ۹٪ سلنه لوړه شوې ده .

دغه راز په تېرو ټاکنو کې د وکیلانو شمېره ۲۵۸ اعلان شوې وه او اوس په دوهم پړاو ټاکنو کې د وکیلانو شمېره ۳۱۶  ته لوړه شوې ده .

د نورو پاتې ګوندونو د رایو شمژره په لاندې ډول ښودل شوې ده :

۱ : د خلكو د جمهوري ګوند CHP : ٪۲۵.۴ سلنه :۱۳۴ وکيلان .

۲ : د ملتپاله غورځنګ ګوند MHP:٪ ۱۲ سلنه : ۴۱ وکيلان .

۳: د خلكو ديموكراتيك ګوندHDP:   ٪۱۰،۵ سلنه : ۵۹ وکيلان  .

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close