د رحمة للعالمین مبارک میلاد

محمده! په رښتیا يې محمده (ص)!
مقتدا يې مقتدا يې محمده (ص)!
اولین يې آخرین يې آخرین يې
ته ښکلا يې ته ښکلا يې محمده (ص)!
انسان د خپل ایمان په باور د دنیا ټول ادیان او مذاهب پیژندلی شي، ځينو انسانانو چې د عقبا لار پریښې او یواځې د دنیا لار يې نیولې، د هغوی ژوند یواځې په دنیا پورې تړلی دی، خو مسلمانانو چې په دنیا کې د خپل پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم راسخه لار نیولې او په اخلاقو يې په خپل ایمان او باور عمل کړی دی، د دواړو دنیاوو سعادت يې په برخه او د اسلامي نړۍ په تاریخ کې يې نوم ځلانده پاتې شوی دی.

پر خدای جل جلاله، وروستۍ ورځ، ملایکو، رسالتونو، کتابونو او بالاخره په قضاء او قدر باندې ایمان او باور په انسان، په ځانګړې توګه مسلمان، کې ټول نغښتل شوي معنوي ارزښتونه تقويه کوي او نور هم د انسان دیانت، تقوا، پرهیزګاري او ریاضت ته وده وکوي.

د اسلامي نړۍ په هره برخه کې د سرور کائنات حضرت محمد صلی الله علیه وسلم مبارک میلاد په سترو او درنو غونډو سره نمانځل کیږي، علماء کرام د سردار اولیاء رسول اکرم په اخلاقو، کوچنیوالي، امانتدارۍ، بعثت او د اسلام د مبارک دین د تکمیل په اړه په خپلو ویناوو کې رڼا اچوي او دا څرګندوي چې د اسلام ستر لارښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم زمونږ (اسلامی امت) لپاره څومره سختۍ کاللې دي.

هغه چا چې د حضور صلی الله علیه وسلم په مبارک قدم قدم ایښی، لارښوونې يې عملي کړي وي، په دې او هغې (عقبی) دواړو دنیاوو يې د ایمان په برکت په روحي تسکین سره د ایمان هنداره روڼه وي، خو بدبختانه د بې ایمانو یا کم ایمانو د روح هنداره به خړه وي؛ ځکه چې د مدینې د سردار حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له لار ښوونو یې ګټه نه وي پورته کړې. له بلې خوا هغه څوک چې د ایمان له باوره بې برخې وي، هغوی له خپلو اعمالو، قضاوتونو، ټولنې او افرادو سره د خپلو اعمالو او افعالو خچنه څهره د عمل په هنداره کې ګوري، چې یواځې خپل ځان نه، بلکې ټولنه هم په بدبختویو اخته کوي.

که د تاریخ پاڼو او بشري عظمت ته وکتل شي، په ټوله نړۍ کې به د اسلام د مبارک دین او په انبیاء کرامو کې به د اولین او آخري نبي حضرت محمد صلی الله علیه وسلم نوم د ستوري په څیر روښانه ولیدل شي.

زمونږ (اسلامي امت) لپاره د اسلام ستر لارښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ژوندانه د ښه توب او نیکمرغۍ تضمین کړی دی، د ژوند د تیارو، طوفاني څپو او خطرناکو لارو څخه د ژغورنې دین او قانون يې را پیرزو کړی دی.

نن په ټوله اسلام نړۍ کې د الهی پیغمبر د پیدایښت (مبارک میلاد) او بعثت، د لوی تحول او انقلاب له فیض او تاثیره ډکه ورځ نمانځل کیږي او د هغه مبارک په اړه علماء کرام له عظمته ډکې ونیاوې کوي. ترڅو چې د مسلمانانو په تن کې سا وي، د خپل پیغمبر رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د لارښوونو پیروي به کوي او هر کال به يې د مبارک میلاد ورځ په سترو غونډو سره نمانځي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close