د رسول الله صلی الله علیه وسلم ابو دجانه او د هبة الله ابو دجانه

م، نجم الرحمن (فضلي).

نوم يې سماک بن خرشه، د پلار نوم يې خرشه، کنيه يې ابو دجانه، په يثرب کې پيدا شوی وو، او په دې مشهور وو چې د احد په ورځ يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم توره اخيستې وه.

په بدر احد او نورو غزواتو کې له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره شريک شوی وو، د احد په ورځ رسول الله صلی الله عليه وسلم خپله توره ورکړه، په دغه ورځ کوم وخت چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل : زما توره به د هغې له حق سره څوک واخلي؟ ټول قوم چوپ پاتې شو، ابو دجانه وويل : ستا توره د هغې له حق سره زه اخلم، چې وروسته يې د مشرکينو سرونه والوزول، وروسته رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : ابو دجانه په جګړه کې رښتونی وخوت.

دی له مشهورو بهادرانو څخه وو، له ده سره يوه سره پټۍ وه په کومه به چې دی په جګړه کې پيژندل کيده، د احد په ورځ يې د نښان په ډول ولګوله د دواړو صفونو په مينځ کې تاويده نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : داسې کول الله تعالی ته خوښ ندي پرته له همدې ځای.

د يمانه په جنګ کې شهيد شو، د بنی حنيفه په يمامه کې يو باغ وو چيرته چې جګړه کول وو، مسلمانان هلته رسيدی نشول، ابو دجانه وويل : ما همدې باغ ته دننه ور وغورځوی چې همداسې وشول د کوم کار په ترسره کولو سره چې د هغه پښې ماتې شوې، ليکن سره له دې هغه مقابله وکړه او هغه خلک يې له دروازې په شا کړل، په جنګ کې د ده مخته د ابو سفيان ښځه راغله هغې د مرستې لپاره خلکو ته نعره وکړه هيڅ کس د مرستې لپاره رانغی ده خپله توره را وګرځوله ترڅو چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم توره په يوه ښځه ونه چلول شي.

ابو دجانه د يمانه په جنګ کې له هغو کسانو سره شريک وو کومو چې مسلمه کذاب وواژه او بيا په همدې ورځ په دوولسمه هجري کې شهيد شو (دا خبرې له اسد الغابه فی معرفة الصحابة، البدايه والنهايه، او طبقات ابن سعد څخه په مختصر ډول را اخيستل شوې دي).

دا په لنډ ډول د رسول الله صلی الله د ابو دجانه يادونه وه :

پاتې شو د شيخ هبة الله ابو دجانه که څه هم تراوسه يې لا بشپړ معلومات رسنيز شوي ندي، مګر په رسنيو کې مو وليدل چې نن په قندهار کې د سترې غزا ترسره کوونکی د طالبانو په صف کې هغه څوک وو کوم چې په ابو دجانه شهرت درلود.

د طالبانو نورو تاکتيکونو ته په کتو ويلی شو چې همدا ابو دجانه هم شايد د تير په څير د طالبانو کوم نفوذي ملګری وي او کيدی شي چې د همدې کارنامې ترسره کولو لپاره يې کلونه په قندهار کې د انتظار شپې سبا کړې وي.

لکه څرنګه چې د احد په ورځ رسول الله صلی الله عليه وسلم د خپلې تورې اخيستو اعلان وکړ او هلته په موجودو کسانو کې هيچا يې د اخيستو جرئت ونکړی شو او يوازينی ابو دجانه وو چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم توره يې د هغې له حق سره واخيسته چې وروسته يې د مشرکينو بيشماره سرونه له تنو پرې جلا کړل، کټ مټ په قندهار کې د ظالم جابر او له خدايه نه ويريدونکي جنرال رازق له ويرې په چوپ ولس کې همدا ابو دجانه وو چې وسلې ته يې لاس کړ او د همدې ظالم جابر او خدای ناترسه په ګډون يې د يو شمير نورو ظالمانو او جابرانو ککرۍ غلبيل کړې او د تل لپاره يې د قندهار په شمول د هيواد مسلمان ولس د دوی له ظلم او ستم څخه په امن کې کړ.

البته د احد په ورځ د خلکو چوپتيا له دې امله وه هر چا ګمان وکړ چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د تورې حق به اداء نکړی شي، او په قندهار کې د ولسونو چوپتيا له دې امله وه که دوی کوم حرکت وکړي شايد د جنرال رازق او د پلويانو لخوا يې سر او ناموس ټول له منځه ولاړ شي.

او بل لکه څرنګه چې د يمامه په جګړه کې د نور لښکر په ملتيا ابو دجابه رضی الله عنه د مسليمه کذاب په څير د پيغمبري دعوه کوونکی له تيغه تير او د دوزخ کندې يې ته ور وليږه کټ مټ نن ورځ په قندهار کې يوه بل دجانه له مسليمه کذاب څخه څو چنده زيات مدعيان د دوزخ کندې ته ور ډالۍ کړل.

په پای کې د ابو دجانه مور پلار، وروڼو، خويندو، کورنی او آن د ابو دجانه ټول کلي او قوم ته لومړی د ابو دجانه د شهادت او سترې غزا مبارکي وايم، او د لوی متعال خدای په دربار کې ورته د صبر جميل او اجر عظيم غوښتنه کوم.

ابو دجانه ! شهادت او غزا دې مبارک شه، ستا کارنامې ته له زرګونو ميله ليرې سلام ! هيڅکله به دې افغان اولس او مسلمان ملت او  تاريخ دغه تاريخي کارنامه هيره نکړي، او د اسلام د اتلانو تاريخ به د قندهار ننی پيښه ستا په نام په رنګينو کرښو ثبت کړي.

سفر مو بختور شه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close